«د نړۍ د تاریاکو نوې پلازمېنه، د ترهګرو لاسونو ته د ملیونونو ډالرو د لوېدو ګواښ له ځان سره لري»؛ دا د انګلیسي ورځپاڼې ټلګراف د هغه راپور سرلیک دی چې د خاموشۍ تر شا د لویو پېښو کیسه بیانوي.

تازه په تازه ټلګراف ورځپاڼې په یو مستند راپور کې پاکستان د نړۍ د تاریاکو نوې پلازمېنه بللې ده؛ دا لقب د جمهوريت تر سقوط او له ګران افغانستان څخه د اشغالګرو تر تېښتې وړاندې د افغانستان لپاره کارول کېده.

د دې راپور له مخې، د جغرافیایي ډاټا د ټولوونکې یوې کمپنۍ «السېس» له لوري اخیسل شوي د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې تر ۷۰ سلنې پورې کرنیزې ځمکې په ځینو سیمو کې د تاریاکو د کرکېلې لپاره کارول کېږي. په دې پلټنو کې یوازې د بلوچستان په دوو وړو سیمو کې نږدې ۸۱۰۰ هکټاره د کوکنارو کرونده کشف شوې ده.

یوه د پام وړ نکته د دې کروندو موقعیت دی؛ د دې کروندو اصلي هسته د پاکستان په جنوب‌ لوېدیځ یعني بلوچستان کې پرته ده، هغه سیمه چې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو ځاله بلل کېږي.

له شک پرته ویلی شو، په هغو سیمو کې چې داعش پکې پراخ حضور لري، د تاریاکو بې‌ مخینې کرکېله، د پاکستان له لورې د دې ډلې له مالي ملاتړ سره مستقیم تړاو لري. هغه کرکجنه او منفوره ډله چې له مودې راهیسې، د اسنادو او شواهدو له مخې د پاکستان له لوري د ګاونډیو هېوادونو د نا.امنۍ لپاره کارول کېږي او حتیٰ ځینې وختونه د پاکستان د پوځ له خوا روزنه هم ورکول کېږي.

د نشه‌ یي توکو کرونده، پر دې سربېره چې د داعش مالي تمویل برابروي، خپله پاکستان ته به هم د پام وړ ګټه او عواید ولري؛ په داسې وخت کې چې د پاکستان حکومت له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی، اوس یې د ځان ژغورلو لپاره د داعش ډلې او تازه د نشه‌ یي توکو کر ته لاس اچولی دی. بل لوري ته پاکستان کولای شي په راتلونکو کلونو کې، د نشه یي توکو په وړاندې د نمایشي مبارزې په نوم عملیات ترسره او د پر مخ بېولو لپاره یې له غربي هېوادونو څخه نغدي مرستې وغواړي.

په دې تړاو د پاکستان د سیمه ایزو خبریالانو چوپتیا د تاریاکو له پراخې کرکیلې سره، د دې هېواد د دولت ښکاره تړاو ښيي. د پاکستان مشهور خبریال بلال یاسر هم دې ټکي ته اشاره کړې: «په دې سیمه کې په زرګونو هکټاره ځمکه د تاریاکو کرونده یوه داسې کیسه وه چې زموږ سیمه‌ییزو خبریالانو نشوای ویلای، بالاخره دا بهرنۍ ورځپاڼه وه چې یو کال وروسته یې دا موضوع افشاء کړه. د نشه یي توکو دا ډول پراخه کرکېله د دولت له همکارۍ پرته ناشونې ده.»

زلمي خلیلزاد هم ویلي چې پاکستان اوس د نړۍ د تاریاکو پلازمېنه ده، نوموړي په خپل ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: « له پاکستان څخه بد خبر؛ تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا هېواد د نړۍ د تاریاکو په پلازمېنه بدل شوی دی.»

نوموړي د دې پیښې منفي پایلې هم څېړلي دي او لیکي: «د تاریاکو کرکېله ډېرې خطرناکې پایلې لري، د ترهګرو او تاوتریخوالي خوښوونکو ډلو مالي تمویل، په اقتصاد او سیاست کې د جرمونو زیاتوالی او د نشه‌يي توکو د استعمال پراخوالی؛ هغه موضوع ده چې پر ګاونډیو هېوادونو سربېره نورو ته هم ګواښ بلل کېږي».

په پای کې ویلی شو چې پاکستان ته د «د نړۍ د تاریاکو نوې پلازمېنه» لقب، یوازې یو رسنیز خبرداری نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د جدی خطر زنګ دی. کله چې د نشه‌ يي توکو کرکېله او قاچاق د دولتونو، ترهګرو ډلو او جنایتکارو شبکو ګټې سره وتړي، پایله‌ یې بې‌ ثباتي، د مشروع اقتصاد کمزوري کېدل، په کور د ننه او بهر د اعتیاد پراخېدل دي.

د یادونې وړ ده که دا روان بهیر د نړۍوالې ټولنې له جدي غبرګون پرته ادامه پیدا کړي، نه یوازې دا چې پاکستان به د ناورین ژورو ته وغورځي، بلکې لمبې به یې ډېر ژر تر ګاونډیو هېوادونو او تر دې هم پراخې جغرافیې ورسیږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version