Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان د غرقېدو په درشل کې.
    لیکني

    پاکستان د غرقېدو په درشل کې.

    عمران آغاعمران آغا20 جولای 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    په پاکستان کې سياسي، اقتصادي او ټولنيز حالات ورځ تر بلې پر خرابېدو دي؛ له يوې خوا قرضداره او له اقتصادي بحران سره مخ دی خو بل خوا يې بيا سياسيون، پوځ او ولس سره لاس تر غاړي دي.

    د ۲۰۲۴ ميلادي کال د جولای پر دوولسمه د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د ټاکنو ادارې ته امر کړی چې د پخواني لومړي وزير عمران خان مخالف ګوند تحريک انصاف (پي ټي آی) ته د قانون جوړونې ځانګړې څوکۍ ورکړي؛ چې د دغې پرېکړې پوځ او د شهباز شريف حکومت مخالفت کړی او آن خبره يې تر اخطارونو رسېدلې.

    د دوی دغه سياسي کړکېچ چې له څه وخت راهيسي يې زور اخيستی وو اوس آخري حد ته رسېدلی او داسي ښکاري چې يو ژور بدلون به له ځان سره ولري.

    بل طرف لاريونونه دي چې له کلونو څخه د پاکستان ولس د پوځ او آی ايس آی د جبر مقابل کوي؛ ځکه پوځ او آی ايس آی يې خپل بې ګناه ولس وژني، پورته کوي يې او حتا تر دې اندازې چې د خپل ولس پر عزت هم صرفه نه کوي.

    تېره ورځ بنو کې هم د عزم استحکام عملياتو مخالف يې ولس لاريون کړی وو چې د پاکستاني پوځ له خوا پرې ډزې شوي.

    په ۱۹۴۷ د اګست پر څوارلسمه چې کله پاکستان د اسلام په نامه له هندوستان څخه جدا شو نو مسلمان ولس د بر صغير يې ټول تر شاه ودرېدل؛ خو دوی نه وو خبر چې پاکستان جوړېږي د اسلام پر نامه خو اصل کې د غرب د غلامۍ لپاره په سيمه کې يو اتحادي او د مسلمانانو د ځپلو لپاره جوړ شوی.

    په ۱۹۷۱ ميلادي کال کې چې کله شيخ مجيب الرحمن اکثريت رايې وګټلې خو پاکستاني پوځ، آی ايس آی او ځينو سياسيونو واک نه ورکاوه؛ ځکه شيخ مجيب الرحمن د هغه وخت ختيځ پاکستان يعني اوسني بنګلديش څخه وو.

    کله چې بنګاليانو په ډاکه کې لاريونونه شروع کړه نو د پاکستان يو لاک پوځ پر بې وسلې او مظلومو بنګاليانو حمله وکړه چې تقريباً تر دېرش لاکه «۳۰۰۰۰۰۰» مسلمان بنګاليان يې شهيدان او له دوه لاکه «۲۰۰۰۰۰» څخه تر «۴۰۰۰۰۰» لاکه پوري بنګالي خويندو سره يې جبري زناوې وکړې.

    دغه وحشت ته په کتو هندوستان رامخته کېږي او د پاکستان پر پوځ حمله کوي؛ چې درې نوي زره «۹۳۰۰۰» پوځيان يې تسليمېږي او بنګلديش له پاکستان څخه جدا يو آزاد هېواد اعلانېږي.

    خو د پاکستان پوځ او آی ايس آی بيا هم پر خپل ولس له جبر او ظلم څخه لاس نه اخلي؛ اوس يې ورته ظلمونه پر پښتنو او بلوڅانو هم شروع کړي چې په بدل کې يې پښتانه او بلوڅان يو طرف لاريونونه کوي او بل طرف يې وسله واله مبارزه هم د دوی د ظلمونو مقابل شروع کړې.

    هره ورځ پاکستان کې جګړه وي؛ د پاکستاني پوځ، ولس او د پښتنو و بلوڅ مبارزينو د جګړې خبرونه اورېدل کېږي؛ آن تر دې حالته چې پاکستاني پوځ د خپل ولس مقابل د عزم استحکام عمليات اعلان کړل کوم کې چې د امريکا پوځ ورسره مرسته کوي او ګډ تمرينات سره کوي.

    يوې خوا ته د پاکستاني پوځ او سياسيونو ظلمونه دي چې ولس يې پارولی او بل له همغه وخت څخه چې پاکستان جوړ شوی؛ پاکستاني ولس د پاکستان نظام او سياسيون نه دي منلي دا ځکه چې پاکستان جوړ د اسلام پر نون شو خو کردار د نظام او سياسيونو يې يواځې غرب ته خدمت او د اسلام مخالفت دی.

    څه وخت مخکې پاکستان کې د هلک و هلک او انجلۍ د انجلۍ سره د واده قانون يې هم پاس کړ چې بالکل د اسلام او انسانيت مخالف عمل دی؛ ځکه يې ولس پارېدلی چې جوړ خو د اسلام پر نوم شوې اما قانون راباندې د انګرېز عملي کوې! دغه وجه ده چې د ټي ټي پي په نامه مبارزين هم راپورته شوي او غواړي پاکستان کې اسلامي نظام حاکم کړي.

    د بلوڅانو او پښتنو ډېری ځوانان يې پورته کړي چې د مرګ او ژوند يې هيڅ درک نه لګیږي؛ د بلوڅانو حقوق يې پايمال کړي ځکه بلوڅان هم د آزاد بلوچستان لپاره وسله واله مبارزه کوي.

    په ۱۹۴۷ کال چې پاکستان له هندوستان څخه جدا شو نو اکثره اقتصادي سيمې او کارخانې هندوستان ته پاتې شوې؛ ځکه پاکستان د نظام په چلولو کې پاتې راغلی. هغه وو چې د غرب سره يې تړون د پروژو وکړ چې غرب به پيسې ورکوي او بدل کې به يې پاکستان غربي پروژې سيمه کې عملي کوي.

    ټول همسايه هېوادونه ترې په تنګ دي او د هر همسايه هېواد مخالف ډلې روزي لکه: د افغانستان مخالف د شر و فساد او داعش خراسان ډله چې بدل کې له عربستان، يهودو او غرب څخه پيسې اخلي.

    د پاکستان پوځ او آی ايس آی لومړی خپل ولس کې د تعصب تخم شيندي، د مذهب په نامه اختلافات جوړوي او بيا وخت پر وخت له دغو ډلو څخه د پرديو د پروژو د عملي کولو کار اخلي.

    پاکستاني ولس دا درک کړې چې پوځ او آی ايس آی همېش د دوی په وينه سوداوې کړي او کوم ډالر چې له غرب څخه د دوی د وينو په سوداوو اخلي بيرته يې بهر ته وړي او د سويس بانکونو کې يې جمعه کوي.

    د بهوټو اعدامول او د عمران بندي کولو وجه هم همدا ده چې دوی غوښتل پاکستان خودمختاره بهرنۍ او داخلي پاليسي ولري، د غرب فرمايشات يې پرېښودل چې د پوځ له خوا يا اعدام، له هېواده شړل او يا هم بنديان شوي دي.

    داسي ښکاري چې پاکستان ټوټه کېدونکی دی؛ که چيري د ولس په خوښه يو داسي نظام پاکستان کې رانه شي چې د هر قوم او سيمې حقوق پکې خوندي وي؛ اسلامي اصولو ته په کتو او د مسلمانانو د خوښې نظام نه وي نو به ډېر ژر ووينو چې پاکستان به څو ټوټې کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عدالت نړیوالې محکمې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو اشغال ناقانونه وگاڼه.
    راتلونکي مقاله امریکا ولې په افغانستان کې د خپلې ماتې علتونه څېړي؟

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.