پاکستان نن د بې ثباتۍ په ګرداب کې راګیر دی، خلک یې امنیت نه لري، اقتصاد یې بې ثباته او حکومت یې د خلکو په وړاندې ځواب ویونکی نه دی. امنیتي بې ثباتي، پراخ فساد او کمزورې حکومتولي، هېواد د سقوط تر څنډو رسولی دی. نښتې او جګړې، بې ساری انفلاسیون، د بیو بې کچې لوړوالی او آن د جېټ الوتکو د سون توکو د بیو سخت لوړوالی، د هغو ویجاړیو یوه کوچنۍ برخه ده چې بې ګناه وګړي یې بیه پرې کوي.
د نړیوال وجهي صندوق او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د راپورونو له مخې، د پاکستان اقتصاد هر کال د خپل ناخالص کورني تولید تر شپږ سلنې پورې د «نخبه ګانو د ځانګړو امتیازاتو او لګښتونو» له امله بایلي؛ یعنې دا هماغه اقلیت دی چې قوانین د خپلو ګټو لپاره بدلوي او خلک یې د خپلو شخصي ګټو قرباني کړي دي. له مالي امتیازاتو نیولې، تر ګټورو دولتي قراردادونو او مالیاتي معافیتونو پورې، دا ټول د هېواد پیسې او سرچینې زبېښي او د خصوصي سکټور رښتینې پانګونه له منځه وړي.
پر اقتصادي ناورین او لوړ انفلاسیون سربېره ټولنیزې بې ثباتۍ او سیاسي شخړې څرګندوي چې پاکستان ښايي د خپلو ډېرو سیمو کنټرول له لاسه ورکړي او یا هم په چټکۍ سره د پاشلتیا پر لور ولاړ شي. هغه پوځي رژیم چې له اوږدې مودې راهیسې یې واک په ولکه کې دی، نه یوازې د خلکو لپاره یې هېڅ اغېزناک کار نه دی کړی، بلکې خلک یې د کورنیو جګړو، ناکامو سیاستونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د ترینګلتیاوو قرباني کړي دي.
په پایله کې د دې ټولو ګډوډیو او فساد دروند بار هماغه خلک پر اوږو وړي چې په پرېکړو کې هېڅ ونډه نه لري. پاکستان نن د فاسدې او بې ثباتې حکومتولۍ یوه ژوندۍ بېلګه ده؛ یو داسې ځای چې نخبګان، دولتي مسؤلین او پوځیان یې خپلو ګټو ته د خلکو پر برخلیک لومړیتوب ورکوي او هېواد یې د یوې لویې کندې تر غاړې رسولی دی.
هغه ټولې ستونزې چې د پاکستان د واکمنانو د ناسمو سیاستونو له امله د دغه هېواد ولس ورسره مخ شوی، یوازینۍ د حل لاره یې دا ده چې یا دې د پاکستان خلک خپل برخلیک پخپله په لاس کې واخلي او نور دې اجازه نه ورکوي چې دا ناکاره کسان یې ګټې د پردیو د ګټو لپاره له منځه یوسي، یا دې د پاکستان دیکتاتور حکومت اړ کړي چې خپل ناسم سیاستونه بدل او سمه لاره خپله کړي. کنه تر هغې چې اوسني واکمن او د هغوی خام سیاستونه پر ځای پاتې وي، د پاکستان د مسلمان ولس ستونزې او ننګونې به هره ورځ لا زیاتې او لا ډیرې پېچلې کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
