Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستان: پارلمان خپل نوی رئیس وټاکه، خو د عمران خان پلوه وکیلانو یې مخالفت کړی
    سیمه

    پاکستان: پارلمان خپل نوی رئیس وټاکه، خو د عمران خان پلوه وکیلانو یې مخالفت کړی

    صابر افغانصابر افغان2 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ د کب پر ۱۱ مه د پخواني صدراعظم عمران خان د ملاتړو وکیلانو د مخالفت سره سره، خپل رئیس وټاکه.

    د پاکستان د نوي پارلمان ۳۳۶ وکیلانو په دغه هېواد کې له عمومي ټاکنو درې اونۍ وروسته د پنجشنبې په ورځ لوړه وکړه او جمعې ورځ یې د پارلمان لپاره د مسلم لیګ نواز ګوند غړی سردار ایاز صادق د نوي رییس په توګه وټاکه.

    په پاکستان کې د فبرورۍ ۸ مې په ټاکنو کې، چې پکې د پراخو درغلیو تورونه لګېدلي، د زنداني شوي عمران خان د تحریک انصاف ګوند پلویانو تر نورو ګوندونو زیاتې رایې وګټلې؛ خو د نوي حکومت جوړولو د پاره مسلم لیګ ن له پیپلز ګوند سره ایتلاف کړی، ترڅو تحریک انصاف حکومت جوړولو ته لار ونه مومي.

    د پارلمان د رئیس د ټاکلو پر وخت د تحریک انصاف ملاتړو وکیلانو د پارلمان پر پخواني رئیس انتقادونه وکړل.

    هغه نن په پارلمان کې د نوي رئیس له پاره د رایې اچونې څارنه کوله.د تحریک انصاف ملاتړي وکیل عمر ایوب خان وویل: “څنګه یو بهرنی کس کولی شي په رای اچونه کې برخه واخلي؟ تاسو څنګه کولی شئ د عمران خان ګوند، چې قانوني حق لري، له ټاکنو خارج کړئ؟”د ملي اسامبلۍ د ریاست له پاره په ټاکنو کې سردار ایاز صادق د تحریک انصاف کاندید ته د ۹۱ په مقابل کې په ۱۹۹ رایو ماتې ورکړه.

    د تحریک انصاف ملاتړي ادعا کوي، چې د فبرورۍ په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده، په دغو ټاکنو کې له ګډون څخه د تحریک انصاف ګوند منع شوی و او کاندیدان یې مجبور شول، چې په خپلواک ډول په ټاکنو کې برخه واخلي.

    سردار ایاز صادق د مسلم لیګ نواز او پیلپز ګوند په تېر ایتلافي حکومت کې هم د پارلمان رئیس و، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پخوانی صدراعظم عمران خان سلب اعتماد او شهباز شریف یې پر ځای وټاکه.

    مخکینۍ مقالهبرېتانیه: له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ډېروو
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزارت: د هېواد په گڼو ولایتونو کې یې په واورو کې بند هيوادوال ژغورلي

    مربوطه لیکنې

    د خيبر پښتونخوا درېيو سياسي ګوندونو پر افغانستان د پاکستاني رژيم بريدونه يوه پروژه بللې

    16 مارچ 2026

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: پاکستاني پولیسو کوهاټ کې لادرکه بندیان په جعلي نښته کې ترور کړي

    16 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 مارچ 2026

    بلخ ولایت کې د امو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژه پیل شوه

    د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، بلخ ولایت د شورتپې ولسوالي اړوند د پتلي ایلاق…

    ‏د ترکمنستان-هرات وارداتي برښنا بېرته ونښلول شوه

    16 مارچ 2026

    د خيبر پښتونخوا درېيو سياسي ګوندونو پر افغانستان د پاکستاني رژيم بريدونه يوه پروژه بللې

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلخ ولایت کې د امو سیند د انشعابي چینلونو د بندولو پروژه پیل شوه

    16 مارچ 2026

    ‏د ترکمنستان-هرات وارداتي برښنا بېرته ونښلول شوه

    16 مارچ 2026

    د خيبر پښتونخوا درېيو سياسي ګوندونو پر افغانستان د پاکستاني رژيم بريدونه يوه پروژه بللې

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،073 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.