پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د لارو بندښت د دغه هېواد د ستروسو، په ځانګړي ډول د کینو صادرات له ننګونو سره مخامخ کړي.
ډان پاکستانۍ ورځپاڼې، په یوه تفصیلي راپور کې ویلي، چې د صادراتو پر مخ د نویو ننګونو له راټوکېدو سره دې هېواد کې د ستروسو د پروسس نیمایي فابرېکې تړل شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې که د صادراتو لپاره د بدیل په توګه د ایران له ځمکني لارو څخه هم کار واخیستل شي، د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته د صادراتو حجم د تېرو کلونو اندازې ته نهشي لوړېدای.
پاکستاني سوداګر وایي، د سمندري بار وړونکو کښتیو او د ځمکني ټرانسپورټ لوړ لګښتونه هغه څه دي چې دوی یې سخت ناهیلي کړي او پر دې غور کوي چې څنګه خپلې پانګې نورو هېوادونو ته وباسي.
ورته مهال عامو پاکستانیانو چې د دغه هېواد د پوځي رژیم د سیاستونو له امله دا مهال تر اقتصادي محاصرې لاندې دي، په وار وار یې له افغانستان سره د لارو د خلاصون لپاره مظاهرې کړي؛ خو د یاد رژیم له خوا افغان حکومت ته د ضمانتونو د نهورکړې له امله لارې تړلې پاتې دي.
