په چينايي وګړو بريدونه د منلو نه دي
د فاينينسل ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان کې د چين سفير ویلي د چينايي وګړو د امنيت له يقيني کولو پرته د سي پيک پروژه په مخ تلل او پوره کول ناشونې ده.
راپور زياتوي چې پاکستان کې د چين سفير جيانګ زايدونګ ویلي په چينايي وګړو بريدونه کول موږ ته هيڅ د منلو نه ده، او د پاکستان حکومت بايد د چينايي وګړو امنيت خوندي کړي.
نوموړي همدا راز ویلي پاکستان حکومت دې هغه کسان چې د چينايي وګړو په وژلو کې لاس لري ونيسي، او تر څو چې پاکستان حکومت دا کار يقيني نه کړي تر هغه پورې په سي پيک پروژې کار يا بحث کول کومه ګټه ونلري.