د احصایې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پاکستان دا مهال د اووه ورځو لپاره د خامو تېلو زیرمې، د ۱۷ ورځو لپاره د ډیزلو زیرمې، د ۲۳ ورځو لپاره د پټرولو زیرمې، د ۹ ورځو لپاره د ګازو زیرمې او د ۱۱ ورځو لپاره د جېټ الوتکو د تېلو (JP-1) زېرمې لري.
شنونکو ویلي، که دغه زیرمې ختمې شي دا به د نرخونو لوړوالي، د ټرانسپورټ بندېدو او د انفلاسیون زیاتوالي لامل شي، چې ورځنی ژوند، کرنه او اقتصاد به سخت زیانمن کړي.
