د پنجشېر ولايت مقام ویاند سيف الدين لټون هندوکش غږ ته ويلي، چې د جنرال صدرالدين فخري په نوم د تېر جمهوريت يوه لوړپوړي جنرال د دې ولايت والي حافظ محمد اغا حکيم سره د کتنې پر مهال پنجشېر کې د روغتيايي علومو د يوه انسټیټیوټ او د تېلو د ټانک له جوړولو خبر ورکړی.
دې پخواني جنرال ويلي، پنجشېر کې ډاډمن امنيت او سوداګرۍ لپاره ښې زمينې برابرېدو دې ته هڅولی چې خپل شخصي کاروبار او تجارت ته مخه کړي.
په ورته وخت کې د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم جنرال فخري ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او په خبره یې پنجشېر د مسلکي روغتیايي پرسونل په برخه کې له لویې تشې سره مخ دی، چې د ياد انسټیټیوټ په جوړېدو سره به دا تشه تر يوه حده پوره شي.
پنجشېر چې د تېر جمهوريت پر مهال یې سلګونه لوړپوړي چارواکي درلودل بيا هم پکې کوم بنسټيز کار نه تر سترګو کېږي.
واک ته د افغان حکومت له رسېدو راوروسته دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه شوې او اوس پکې د روغتيا، پوهنې، انرژۍ او نورو برخو کې مهمې پروژې تر کار لاندې دي.


