د پروان سیمه ییز مسوولین وايي، په تېر یو کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۲۴ شبکې جوړې کړې دي.

د اوبو دغو شبکو جوړولو باندې ۷۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې له ۲۳ زره ډېر کسان له پاکو اوبو برخمن شوي دي.

د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس، عبدالصمد صادق وویل: د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۲۴ شبکې جوړې کړي، چې ۳۰۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او ۲۳ زره کسان یې له پاکو او صحي اوبو برخمن کړي دي.

د پروان اوسېدونکو د اوبو رسولو دغو شبکو ته خوشحاله دي او وايي تر دې وړاندې د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ و.

په همدې حال کې روغتیاپالان له ټولنې د ناروغيو په له منځه وړلو کې پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی موثر بولي او وايي، له ناپاکو اوبو څخه په استفادې ماشومان او عمر خوړلي کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پروان کې د کوکلامې د اوبو د لېږد پروژې په ګډون يو شمېر نورې د اوبو رسول پروژې هم تر کار لاندې دي او تمه کېږي چې ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version