Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پرون يکشنبه هېواد ته راستنو شويو ۹۷۷ کډوالو کورنيو ته اړين خدمات وړاندې شوي دي
    افغانستان

    پرون يکشنبه هېواد ته راستنو شويو ۹۷۷ کډوالو کورنيو ته اړين خدمات وړاندې شوي دي

    صابر افغانصابر افغان14 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسیون په خپل ورځني راپور کې وايي چې پرون يکشنبه له بېلابېلو لارو هېواد ته ۹۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۵۳ تنه وو راغلي او د ياد کميسيون د بېلابېلو کمېټو‌ له لوري ورته د روغتيا، خوړو، ټرانسپورټ او مخابراتو په ګډون ګڼ شمېر خدمات وړاندې شوې دي.

    د ياد کمېسيون راپور وايي چې له دې ډلې له تورخم لارې څخه ۴۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي، ۲۵۰۰ تنه غړي یې ثبت او بايمټريک‌ شوي دي او دغه راز د ټرانسپورټ کميټې تورخم کې له عمري کمپ څخه‌ ۵۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۶۷ تنه وو ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدولي او څه کم يونيم ميليون افغانۍ د لارې کرايه هم ورکړل شوې ده.

    راپور زياتوي چې په تورخم کې همدا راز له ۱۰۵۵ راستنو شويو کډوالو کورنيو سره ۸۹۷۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې، ۸۸۰ کورنۍ په موقت ډول په کمپ کې ځای پرځای شوي او د ګڼو روغتيايي خدماتو په ګډون ورته ۲۷۸۸ عدده‌ سيمکارټونه هم وېشل شوي دي.

    د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسون وايي چې پرون يکشنبه د سپين بولدک له لارې هم ۴۰۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي چې له ډلې یې ۳۹۱ کورنيو سره ۳۳۴۴۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې، ۲۸۸ کورنۍ په لنډمهالې توګه ځای پرځای شوي، ۳۹۱۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه ورته وېشل شوي، ۴۸۸ تنه راستانه شوي ناروغ کډوال تداوي شوي او ۶۵۸ عدده‌ سيمکارټونه هم ورته وېشل شوي دي.

    سرچينه همدا راز وايي، چې پرون يکشنبه د نيمروز د ورېښمو له لارې ۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۰ تنه وو هېواد ته راستنې شوي چې له ډلې یې له ۷۵ کورنيو سره ۵۶۰۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې، ټولې ۷۶ کورنۍ په موقت ډول مېشتې شوي او د ګڼو روغتيايي خدماتو له وړاندې کولو سربېره ورته ۷۶ عدده‌ سيمکارتونه هم په وړيا ډول وېشل شوي دي.

    د ياد کمېسيون راپور زياتوي چې پرون يکشنبه پر نورو لارو سربېره د هرات له اسلام کلا لارې څخه هم ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۶۶ تنه وو هېواد ته راستنې شوي او د نورو خدماتو سربېره ورسره ۲۸۰۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

    د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون همدا راز وايي چې د ټرانسپورټ کميټې له کابل څخه ۲۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۱۶ تنه وو غزني، لوګر، خوست، پکتيا، پکتيکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان او کندوز ولايتونو ته په خوندي توګه لېږدولي او يادو کورنيو ته ۵۰۹۴۵۰ افغانۍ کرايه هم ورکړل شوې ده.

    ياده دې وي چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستان څخه لسګونه زره ایستل شوې کډوالی کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او دا بهير لا هم روان دی.

    مخکینۍ مقالهیمن کې ۱۹مه پرمختللې بې پیلوټه امریکایي الوتکه را وغورځول شوه
    راتلونکي مقاله له بغاوت‌ کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    مربوطه لیکنې

    ننګرهار کې یو تن له شپږ میله سپکو او درنو وسلو سره نیول شوی

    17 جون 2026

    بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    17 جون 2026

    د شبرغان-دشت‌الوان د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

    17 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 17 جون 2026

    ایران سره د جګړې په پیل کې د متحده عربي اماراتو يو لوړپوړي پلاوي په پټه اسرائیل ته سفر کړی و

    عربي پوسټ د الجزیرې عربي څانګې راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د جګړې…

    ننګرهار کې یو تن له شپږ میله سپکو او درنو وسلو سره نیول شوی

    17 جون 2026

    بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    17 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ایران سره د جګړې په پیل کې د متحده عربي اماراتو يو لوړپوړي پلاوي په پټه اسرائیل ته سفر کړی و

    17 جون 2026

    ننګرهار کې یو تن له شپږ میله سپکو او درنو وسلو سره نیول شوی

    17 جون 2026

    بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    17 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،107 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،212 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.