د ایران تسنیم خبري اژانس د عبري رسنیو له قوله راپور ورکړی، چې د ايران له‌خوا پر صهیونیستي اسرائيلو تازه توغندیزو بريدونو کې د دغه رژيم د وسلو جوړولو مهم شرکت (رافائيل) هم هدف ګرځېدلی دی.

د معلوماتو له‌مخې، رافائيل د اسرائيلو يو له مهمو پوځي شرکتونو څخه شمېرل کېږي، چې د پوځي تجهیزاتو او وسلو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.

د ویلو ده چې د ایران په تازه بریدونو کې د حیفا مهم سوداګریز بندر او اشغال شوي قدس کې هم اسرائیلي اهداف په نښه شوي.

پر اسرائیلو د ایران په تازه بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د تېرې شپې په بریدونو کې تر ۳۰۰ ډېرو صهیونیستانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version