د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران په تازه ډرون او توغندیزو بریدونو کې ۴۵ صهیونیستان ټپیان شوي دي.

وړاندې تر دې د اسرائیلو د بېړنیو خدماتو ادارې په دغو بریدونو کې د ۱۷ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

هم مهاله صهیونیستي سرچینو راپور ورکړی، چې پر یوې صهیونیستې مېرمنې د پرله‌پسې خطر زنګونو د اورېدو له امله د زړه حمله راغلې چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی.

د ویلو ده، چې ایران نن مازدیګر پر صهیونیستي اسرائیلو د خپلو توغندیزو او ډرون بریدونو په ۱۷م پړاو کې تل ابیب او حیفا کې مهم پوځي اهداف په نښه کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version