د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهشنبه (د چنګاښ درېیمه) پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران له وروستیو توغندیزو بریدونو وروسته د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند پر نقض خواشیني څرګنده کړې او پر دواړو لوریو یې غږ کړی چې له اوربند څخه سرغړونه ونهکړي.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشیال لیکلي: «اوربند د ټینګېدو په حال کې دی، هیله کوم مه یې نقضوئ.»
ورته مهال د صهیونیستي رژیم د پوځ راډیو، د یاد رژیم او ایران ترمنځ د اوربند ټینګېدل تائید کړي، خو ایراني چارواکو لا هم په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی.
د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه، چې وروسته امریکا هم پرې ورګډه شوه، ایران او صهیونیستي رژیم دواړو ته په درنده بیه تمامه شوه.
ایران په تلابیب، حیفا او نورو اشغال شویو فلسطیني ښارونو کې پر مهمو اسرائیلي اهدافو توغندیز بریدونه وکړل او صهیونیستي رژیم بیا د ایران د اټومي تاسیساتو له بمبارد سربېره د ایران نږدې شل اټومي ساینسپوهان او ګڼ شمېر مهم پوځي قومندانان ترور کړل.