د الجزيرې د راپورونو له مخې نن سهار ايران د بالسټیک توغندیو پر مټ د اشغال‌ شوي فلسطین د جنوب بئر‌السبع‌ ښار لسګونه ودانۍ په نښه کړي او تر دې دمه د شاخوا ۱۰ اسرائيليانو د وژل کېدو او د ګڼ شمېر نورو د شديد ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، چې ښايي د وژل کېدو کچه ډېره لوړه شي.

په ورته مهال اسرائيلي رسنيو د ايران د نن سهار توغنديز بريدونه د روانې جګړې په لړ کې تر ټولو ځواکمن او خطرناک بللي او په وينا یې په لوړه کچه ويجاړي او مرګ‌ژوبله له ځانه سره لري.

له بل لوري بيا ايراني رسنۍ هم د نن سهار بريدونه تر ټولو ځواکمن يادوي او ادعا کوي چې تر دې دمه شاخوا ۵۰ اسرائيليان وژل شوي او ټپيان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version