د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، د امریکا لهخوا پر هندي وارداتي توکو د ګمرکي تعرفو له لوړېدو وروسته نوي ډهلي له واشنګټن سره د شپږ باله سمندري څار امریکایي الوتکو د پېر تړون ځنډولی.
د راپور لهمخې، په پام کې وه، چې یادې الوتکې د هند P-8I سمندري بېړۍ کې ځای پر ځای شي؛ خو اوس یې برخلیک له ګونګ حالت سره مخ دی.
د هند دفاع وزارت د یادو امریکایي الوتکو د پېر تړون په ۲۰۲۳م کال کې تصویب کړی و.
د هند لهخوا د واشنګټن او نوي ډهلي ترمنځ د سوداګریز کړکیچ په اوج کې د دغو الوتکو د پېر تړون ځنډېدل پر امریکا نړیواله بېباوري زیاته کړې او اټکل کېږي، چې نور هېوادونه هم په راتلونکي کې د هند پر پل پل کېږدي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د هند حکومت د امریکا ساخت اېف-۳۵ پرمختللو جنګي الوتکو پېر هم رد کړی و.