نیویارک ټایمز خبري شبکې راپور ورکړی چې،د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «CIA» یو جګپوړی غړی پر ایران د صهیونستي رژیم د برید په اړه د محرمو اسنادو د افشا کولو په تور تر څېړنې لاندې نیول شوی.
د نیویاک ټایمز د خبر له مخې د «CIA» پخوانی غړی «اصف ویلیام رحمن» د محرمو او پټو اسنادو د عمدي افشا کولو په دوو مواردو کې تورن پېژندل شوی، خو په اړه یې د امریکا فدرالي محکمې بشپړ جزئیات نهدي وړاندې کړي.
اصف ویلیام چې له امریکا بهر د «CIA» لپاره کار کاوه، د امریکا د فدرالي پولیسو لهخوا په کمبودیا کې نیول شوی او ژر به ګوام جزیرې ته انتقال او د محاکمې لپاره د امریکا ویرجینیا ایالت ته ولېدول شي.
د یادونې وړ ده چې ایران د اسرائیلو لهخوا د حماس سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه، د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د سپاه پاسدارن د مرستیال مشر عباس نیلفروشان له وژل کېدو وروسته پر اسرائیلو پراخ توغندیز بریدونه کړي و. چې له دې وروسته اسرائیلو پر ایران هوایي بریدونه کړي و.