عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې د پخواني رژیم د مشر بشارالاسد تره او د دغه هېواد د بعثي رژیم پخوانی جګپوړی چارواکی رفعت اسد مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، رفعت اسد د بعثي رژیم پر مهال د سوریې د حماه ولایت په خونړیو بمباریو او د زرګونو ملکي وګړو په ټول‌وژنه کې کلیدي رول درلود.

سرچینو ویلي، چې نوموړي همداراز د سوریې تدمر ښار په زندان کې د سلګونه بندیانو د ډله‌ییزې وژنې حکم هم کړی و.

د یادونې ده، چې د سوریې د پخواني رژیم د مشر بشارالاسد د پلار حافظ الاسد د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۸۰یمو کالونو کې د سوریې په حماه کې لسګونه زره کسان شهیدان او زرګونه نور لا درکه کړای شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version