د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر هندوکش‌غږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت د رخې او حصه‌اول ولسوالیو لرې پرتې سیمې د لومړي ځل لپاره د «3G» اینټرنیټي چوپړتیاوو تر پوښښ لاندې راغلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوه کلونو کې پنجشېر ولایت کې مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاوو ته د خلکو لاسرسی د پام وړ زیات شوی دی. د معلوماتو له مخې، دا مهال د ولایت ۹۰ سلنه اوسېدونکي مخابراتي او ۵۷ سلنه یې انټرنیټي چوپړتیاوو ته لاسرسی لري.

د خبرپاڼې له مخې، د پرځول شوي جمهوریت پر مهال د پنجشېر یوازې ۵۰ سلنه اوسېدونکو مخابراتي او شاوخوا ۳۰ سلنه یې کمزورو انټرنیټي چوپړتیاوو ته لاسرسی درلود.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د پنجشېر ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې د پنځو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې هم روانې دي، چې تمه ده ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version