
د یمن ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر پلازمېنې صنعاء د صهیونیستي رژیم د تېرې اوونۍ په بریدونو کې د یاد هېواد د لومړي وزیر احمد غالب الرهوي او یو شمېر نورو وزیرانو هدف ګرځېدل تائید کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې یاد لوړپوړي حوثي چارواکي د تېرې پنجشنبې په ورځ د صهیونیستي رژیم له لوري پر صنعاء ښار ترسره شوي هوايي بریدونو کې د رسمي غونډې پر مهال هدف ګرځول شوي، چې لومړي وزیر غالب الرهوي او یو شمېر نورو وزیرانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یمن ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې، چې په دې برید کې د کابینې یو شمېر نور وزیران ټپیان شوي هم دي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
ورته مهال حوثیانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د لومړي وزیر غالب الرهوي سربېره، د ټولنيزو چارو وزير سمير محمد أحمد باجعالة، د زراعت وزیر رضوان علي علي الرباعي، د اقتصاد وزير معين هاشم أحمد المحاقري، د عدليې وزير مجاهد أحمد عبدالله علي، د اطلاعاتو وزير هاشم شرف الدين، د تعليم او تربيې وزير حسن الصعدي او یمن د بهرينو چارو وزير جمال أحمد علي عامر هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یمن حوثیانو وړاندي د دغو حوثي چارواکو هدف ګرځېدل د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د روانې مبارزې په اوج کې، د اسلامي نړۍ لپاره لویه ضایع بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې د صهیونیستي رژیم پوځ څو ورځې وړاندې د یمن پلازمېنه صنعاء کې د ترور عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړ، خو حوثیانو هغه مهال د یاد رژیم ادعاوې رد کړې.