Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پاکستان اړیکې د پوځ او ملکي حکومت تر کشمکشونو لاندې
    سیاسي لیکني

    د پاکستان اړیکې د پوځ او ملکي حکومت تر کشمکشونو لاندې

    صابر افغانصابر افغان31 اگست 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت، تاریخي پس منظر او ستراتیژیکو محاسبو له امله تل د افغانستان لپاره مهم ګاونډی پاتې شوی دی. خو د دې هېواد د تصمیم نیونې دوه موازي محورونه «پوځ او ملکي حکومت» له افغانستان سره د اړیکو په تګلارو کې وخت نا‌ وخت د تضاد او کشمکش ښکار شوي دي، خو د دې هېواد په سیاسي جوړښت کې یوه لویه ستونزه دا ده چې د بهرني سیاست تصمیم یوازې د ملکي حکومت په لاس کې نه دی، بلکې پوځ او استخبارات (ISI) هم په دې برخه کې د پام وړ واک لري. د همدې تضاد له امله د افغانستان او پاکستان اړیکې تل د بې باورۍ او شخړو ښکار پاتې شوي دي.

    د پاکستان په جوړښت کې پوځ ځان د دولت د بنسټ اصلي محور بولي. له ۱۹۵۸م څخه بیا تر نن ورځې پوځ څو ځله په ښکاره کودتا کړې او ملکي حکومتونه یې پرځولي دي. د دې تجربو له کبله د پاکستان په سیاسي فرهنګ کې پوځ د یوه موازي دولت په څېر عمل کوي.

    د افغانستان جغرافیه او سیاست د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري. پوځ هڅه کوي افغانستان د ستراتیژیک عمق په توګه وکاروي، خو ملکي مشران زیاتره وخت د سوداګرۍ، ترانزیټ او سیاسي همکاریو خبرې کوي.

    ملکي حکومتونه په اسلام‌اباد کې په عمومي ډول هڅه کوي چې له افغانستان سره د سوداګریزو، سیاسي او ټولنیزو اړیکو د عادي کولو پروسې پرمخ یوسي. د هغوی محاسبه دا ده چې د اوږد‌مهاله ثبات لپاره باید د دوه اړخیزو اړیکو فضا د باور پر بنسټ ودانه شي. د ملکي حکومتونو چارواکي عموماً د اقتصادي ګټو او د نړۍوالو فشارونو له امله اړ کېږي چې له کابل سره د سولې او همکارۍ په لور ګامونه واخلي.

    له بلې خوا، د پاکستان پوځ د بهرني سیاست تر ټولو ستر تصمیم نیوونکی ګڼل کېږي. پوځ د افغانستان په وړاندې د خپلې ژورې ستراتیژۍ له مخې د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د افغانستان د مرکزي حکومت مخالفین دي. په همدې لړ کې، پوځ په منظم ډول غونډې جوړوي، وسله وال مخالفین هڅوي او د افغانستان د دولتونو پر ضد د جګړې لپاره د هغوی ملاتړ کوي. د پوځ هدف د دې تګلارې له لارې د افغانستان په چارو کې د دوامداره نفوذ ساتل او د خپل ځان لپاره د ستراتیژیک عمق تأمین دی.

    ملکي حکومت د دیپلوماتیکو سفرونو، رسمي لیدنو او د سوداګرۍ تړونونو له لارې اړیکې عادي کول غواړي، خو پوځ بیا د نا امنیو په رامنځ ته کولو، د مخالفینو په تمویل او د فشار په واردولو سره هڅه کوي چې افغانستان د خپلې اجنډا تر سیوري لاندې وساتي او د وسله‌والو ډلو په وسیله د افغانستان پر حکومت فشار واچوي او د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره افغانستان نا امنه وساتي او دغه دوه‌مخیز چلند د دې لامل شوی چې افغانستان پر پاکستان هېڅکله د باور فضا رامنځ ته نه کړي.

    دا دوه اړخیز تضاد په عملي ډول د دې لامل شوی چې پاکستان د یو متحد سیاست لرونکي هېواد پر ځای د دوه‌مخۍاو دوه‌ګوني چلند په توګه وپېژندل شي. بهرني څارونکي پاکستان یو داسې هېواد ګڼي چې د ملکي – نظامي اړیکو د ګډوډۍ ښکار دی. د نړۍوالې ټولنې په نظر، تر هغه چې پوځ په سیمه کې د جګړې د دوام لپاره خپلې پټې اجنډاوې پرمخ وړي، د پاکستان ملکي حکومت نشي کولی د افغانستان سره د باور پر بنسټ اوږدمهاله اړیکې ټینګې کړي.

    یو لوري ته د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد د نړۍوالو ملاتړ غواړي، خو بل لوري ته په سیمه کې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ له لارې خپل نفوذ ساتي. دا دوه‌مخې تګلاره د افغانستان پر وړاندې په څرګند ډول لیدل کېږي او داسې مستند شواهد هم شته چې د پاکستان استخباراتي کړۍ د داعش ډله په سیمه کې د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي. موخه یې دا ده چې د افغانستان د ننه بې ثباتي زیاته کړي او افغان حکومت تر فشار لاندې راولي.

    د پاکستان پوځ په وروستیو څلورو کلونو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې د مخالفو ډلو ملاتړ وکړي او بیا بیرته پر افغان حکومت د پاکستان د مخالفو ډلو د حمایت ناسم تورونه پوري کړي. دا د نفوذ ساتلو او د ستراتیژیک عمق د پالیسۍ برخه ده چې پاکستان له همدې پالیسۍ څخه هېڅ وخت نه په شا کېږي.

    د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ کشمکش د دې لامل شوی چې له افغانستان سره د دې هېواد اړیکې تل له شخړو، بې باورۍ او تضاد سره مخ وي. تر هغه چې په پاکستان کې د بهرني سیاست بشپړ واک د ملکي حکومت په لاس کې ور ټول نشي او پوځ د جګړې پروژې له سیاست څخه جلا نه کړي، د افغانستان او پاکستان اړیکې به د رښتینې دوستۍ پر ځای د سیاسي لوبو او تاکتیکي ګټو ښکار وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپر صنعاء د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د حوثیانو د کابینې مهم چارواکي هدف ګرځول شوي
    راتلونکي مقاله د سنبلې ٩مه؛ په دې ورځ څه وشول؟ د چارواکو تېښته او درسونه یې

    مربوطه لیکنې

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 جولای 2026

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    باوري سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یوف د…

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    25 جولای 2026

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.