Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»پر صنعاء د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د حوثیانو د کابینې مهم چارواکي هدف ګرځول شوي
    منځنی ختیځ

    پر صنعاء د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د حوثیانو د کابینې مهم چارواکي هدف ګرځول شوي

    صابر افغانصابر افغان30 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د یمن ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر پلازمېنې صنعاء د صهیونیستي رژیم د تېرې اوونۍ په بریدونو کې د یاد هېواد د لومړي وزیر احمد غالب الرهوي او یو شمېر نورو وزیرانو هدف ګرځېدل تائید کړل.

    په اعلامیه کې راغلي، چې یاد لوړپوړي حوثي چارواکي د تېرې پنجشنبې په ورځ د صهیونیستي رژیم له لوري پر صنعاء ښار ترسره شوي هوايي بریدونو کې د رسمي غونډې پر مهال هدف ګرځول شوي، چې لومړي وزیر غالب الرهوي او یو شمېر نورو وزیرانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

    د یمن ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې، چې په دې برید کې د کابینې یو شمېر نور وزیران ټپیان شوي هم دي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

    ورته مهال حوثیانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د لومړي وزیر غالب الرهوي سربېره، د ټولنيزو چارو وزير سمير محمد أحمد باجعالة، د زراعت وزیر رضوان علي علي الرباعي، د اقتصاد وزير معين هاشم أحمد المحاقري، د عدليې وزير مجاهد أحمد عبدالله علي، د اطلاعاتو وزير هاشم شرف الدين، د تعليم او تربيې وزير حسن الصعدي او یمن د بهرينو چارو وزير جمال أحمد علي عامر هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

    د یمن حوثیانو وړاندي د دغو حوثي چارواکو هدف ګرځېدل د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د روانې مبارزې په اوج کې، د اسلامي نړۍ لپاره لویه ضایع بللې ده.

    د یادونې وړ ده، چې د صهیونیستي رژیم پوځ څو ورځې وړاندې د یمن پلازمېنه صنعاء کې د ترور عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړ، خو حوثیانو هغه مهال د یاد رژیم ادعاوې رد کړې.

    مخکینۍ مقالهد القاعدې پوځي څانګې په دوه جلا بریدونو کې د بورکینیا فاسو شپږ پوځیان وژلي
    راتلونکي مقاله د پاکستان اړیکې د پوځ او ملکي حکومت تر کشمکشونو لاندې

    مربوطه لیکنې

    اسرائیل منلې چې حزب الله سره اوربند یې د پوځ د بې وسۍ له امله منلی

    26 اپریل 2026

    اسرائیل د جنوبي لبنان په ملکي سیمو کې فاسفورس بمونه ځای پر ځای کړي

    26 اپریل 2026

    انصار الله ډلې په سره سمندرګي له تېرېدونکو کښتيو څخه د حق العبور اخيستو جدي بحثونه پيل کړي

    26 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 27 اپریل 2026

    امريکا ته د ايران نوی وړاندیز؛ لومړی بايد د هرمز تنګي ستونزه حل شي

    اکسیوس رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې ایران د منځګړي پاکستان له لارې…

    د ایران د پارلمان ویاند ابراهیم رضايي: پاکستان تل د امريکا ګټو ته لومړیتوب ورکړی او د منځګړیتوب لپاره لازم اعتبار نه لري

    27 اپریل 2026

    ‏د کابل او بیجېنګ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    27 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا ته د ايران نوی وړاندیز؛ لومړی بايد د هرمز تنګي ستونزه حل شي

    27 اپریل 2026

    د ایران د پارلمان ویاند ابراهیم رضايي: پاکستان تل د امريکا ګټو ته لومړیتوب ورکړی او د منځګړیتوب لپاره لازم اعتبار نه لري

    27 اپریل 2026

    ‏د کابل او بیجېنګ ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    27 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،194 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.