د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۸۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۵۵۴ نور ټپیان دي.

د خبر له‌مخې، د مارچ له ۱۸مې راهیسې او تر اوربند وروسته بیا پیل شویو بریدونو کې تر دې دمه ۹ زره ۱۶۳ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او ۳۵ زره ۶۰۲ ژوبل دي.

وزارت زیاتوي، له دې سره د د جګړې له پیل (د ۲۰۲۳ د اکتوبر ۷مې) راهیسې د شهیدانو شمېر ۶۰ زره ۳۳۲ او د ټپیانو شمېر ۱۴۷ زره ۶۴۳ تنو ته رسېدلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version