الجزيرې شبکې د حماس غورځنګ له قوله ویلي، چې د اسرائيلو له لوري پر دوی د مرستو د غلا تورونه بېاساسه دي او دا ادعاوې د لوېدیځو هېوادونو د ملاتړ لاندې د اسرائيلو د لوږې د پالیسۍ د توجیه کولو یوه برخه ده.
دغه غورځنګ له امريکا او واشنګټن څخه غوښتي، چې د اسرائيلو د ملاتړ له پالیسۍ لاس واخلي او د حقایقو پر بنسټ عمل وکړي.
ياده دې وي، چې اسرائيلي رژيم په داسې حال کې په حماس غورځنګ د مرستو د غلا تور لګوي، چې د مصر له پولې ټولې تېرېدونکې مرستې لومړی د دوی تر کنټرول لاندې سيمو ته ځي او بيا وروسته په خلکو وېشل کېږي.
په ورته وخت بار-بار حماس غورځنګ د مرستو د وېش په روان بهير نيوکه کړې او په خبره یې اسرائیلي رژيم يادې مرستې په لوی لاس چور او ګډوډۍ ته برابروي.