الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې شهید شویو فلسطنیانو شمېر ۹۰ تنو ته لوړ شوی.

فلسطیني سرچینو ویلي، چې د شهید شویو فلسطینیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي.

د صهیونیستي اشغالګر رژيم لومړي وزیر نتنياهو تېره ورځ خپل پوځ ته امر وکړ، چې د ده په خبره د اوربند د نقض په غبرګون کې پر غزې تړانګې بریدونه ترسره کړي.

دې رژیم ادعا کړې، چې تېره ورځ د حماس ځواکونو د غزې رفح سیمه کې پر پوځ ډزې کړې دي؛ خو حماس غورځنګ دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version