د ماشومانو د ژغورنې نړيوال بنسټ راپور ورکړی، چې پر غزې د اسرائیلي رژيم د بريدونو او اشغال له پیل راهیسې په غزه کې تر ۶۲ زرو ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې نږدې ۱۹ زره یې ماشومان دي.
دغه راز ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په غزه کې هېڅځای د ماشومانو لپاره خوندي نهدی او د اسرائیلو کلابندۍ د خوړو او درملو د سخت کمښت لامل شوی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې ویلي، د دغه بنسټ ښوونځي چې د زرګونو خلکو لپاره سرپناه په توګه کارول کېږي؛ پرلهپسې په نښه کېږي او د ماشومانو لپاره د مرګ ځایونه ګرځیدلي دي.