رويټزر خبري اژانس راپور ورکړی، چې نوي ډهلي ته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‌يي په دوه ورځني سفر او د هند د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې هوکړه شوې، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې بیا پیل او د سوداګرۍ او پانګونې اړیکې پراخې شي.

سرچينه وايي، دواړو هېوادونو همداراز هوکړې کړې، چې په درېیو ځانګړو لارو کې سرحدي سوداګري بیا پیل او د ویزو بهیر اسانه کړي.

د معلوماتو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د همالیا له پولې نه د ځواکونو د وتلو او د پولې د ټاکلو په اړه هم خبرې روانې دي.

ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې دا دوه ستر آسیایي هېوادونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نه اټکل کېدونکې بهرنۍ تګلارې پر وړاندې خپلې اړیکې پیاوړې کوي او په تېرو څو اونیو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو مهمې ليدنې‌ ترسره کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version