نړیوالو رسنیو د غزې روغتیا وزارت له قوله خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي ځواکونو د بریدونو له امله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ تنه شهیدان او تر ۱۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې راپور ورکړی و چې، غزه کې د شهید شویو وګړو تر ۷۰ سلنه ډېر ښځې او ماشومان دي.