د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم د پرله‌پسې بریدونو له امله ۴۷ فلسطینیان شهیدان شوي او ۳۸۸ نور ټپیان دي.

له دې سره د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۵۴ زره او ۹۲۷ او د ټپیانو شمېر ۱۲۶ زره او ۶۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

د غزې روغتیایي چارواکو همداراز ویلي، چې د غزې روغتونونه له ناورین سره مخامخ دي او پر بستر پراته ناروغان یو په بل پسې ژوند له لاسه ورکوي.

ویل شوي چې د غزې روغتونونه هیڅ راز برېښنا او سون‌توکي نه‌لري، چې ورسره د رغتونونو په یخچالونو کې پراته درمل د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version