د تسنیم خبري اژانس د راپور لهمخې، د غزې ښار پر بېلابېلو برخو د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې شل تنه عام فلسطنیان شهیدان شوي.
تسنیم په خپل راپور کې وړاندې لیکلي چې په شهید شویو کسانو کې ډېره برخه ښځې او ماشومان دي.
د یادونې وړ ده چې د صهیونیستي اسرائیلو له خوا پر غزې ښار د بریدونو له پیل راهیسې تر ۴۵ زرو ډېر ملکي وګړي شهیدان شوي او تر ۱۰۷ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.