لیکوال: تمیم حمیدي
په امریکا کې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال، تېره شپه ناوخته د دغه هېواد په پنسلوانیا ایالت کې د امریکا پر پخواني ولسمشر او اوسني مخکښ نوماند یوه وسله وال کس ډزې وکړې، چې له کبله یې ټرمپ زخمي او یو بل کس ووژل شو.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ويډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې ټرمپ پر ښي غوږ پر مرمۍ لګېدلی او د مخ یو اړخ یې هم په وینو لړلی دی. نوموړی په بېړه د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدول شوی؛ له دې سره جوخت په امریکا کې دننه او دغه راز په نړیواله کچه په امریکا کې د ورځ تر بلې ډېرېدونکې بې ثباتۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
د کاناډا، برېټانیا، فرانسې او جرمني په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو دا برید غندلی او په امریکا کې یې د سیاسي بې ثباتۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده؛ دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا دوو مخکښ نوماندانو ټرمپ او بایډن پر یو او بل توندې نیوکې وکړې.
په امریکا کې سیاسي بې ثباتي او د جنايي او امنیتي پېښو لوړ ګراف څه نوې خبره نه ده، خو په دې کچه پېښې بیا پکې کم سارې دي. امریکايي ټولنه اوسمهال د سیاسي، نژادي، مذهبي او سمتي تبعیضونو له کبله په شدت سره د بې ثباتې خواته روانه ده.
په امریکا کې له اوږدې مودې راهیسې سپین پوستي له تور پوستو کرکه لري، وژني یې، له حقونو یې محروم کړي، په زندانونو کې یې اچولي او دغه راز په بېلو بېلو برخو کې ورسره نژادي تبعیض پالي. تر دې ورهاخوا امریکايي ټولنه پر نورو هېوادونو د دغه هېواد د یرغلونو او یا له یرغلګرو سره د مرستې له کبله هم په څو برخو پاشل شوې ده.
په فلسطین کې د صهیونیستي رژیم جنایت او له دغه جنایته د امریکا هر اړخیز ملاتړ دغه ټولنه په څو برخو وېشلې ده. بلخوا په دغه هېواد کې له مسلمانانو او نورو مذهبي اقلیتونو سره تبعیضي چلند دا ټولنه لا پسې نوره بې ثباته کړې ده.
د یوکراین جګړې، د منځني ختیځ جګړې، د افغانستان او عراق تېر اشغال او پر نورو هېوادونو د امریکا بندیزونو او پر یو شمېر نورو نړیوالو مسایلو کې د امریکا سر زورۍ او ظلم د دې ټولنې په بې ثباتۍ کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.
پورته یادو شویو او نورو عواملو امریکايي ټولنه اوسمهال پر یوې بې ثباتې، نا امنې، له جرمنو او جنایتونو ډکې ټولنې بدله کړې، کرکه، تبعیض او تعصب پکې ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی.
هغه راپورونه چې په کلني ډول د امریکايي ټولنې دننني وضعیت په اړه خپرېږي، د تر نورو ټولنو پکې نا امنۍ ډېرې دي.
هر کال په امریکا کې پر عامه ځایونو د ډزو، په قصدي ډول تر موټرونو لاندې کولو او نورو پېښو کې سلګونه کسان وژل کېږي. د نشه يي توکو استعمال پکې پراخېدونکی دی، د ځانوژنې پېښې پکې تر نورو ټولنو په مراتبو لوړې دي، خطرناکه بانډونه او جنايتکارې ډلې پکې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي، د قاچاق، انسان تښتونې، وسله والو غلاوو او جنسي تېریو پېښې هم پکې ښې پرېمانه دي.
دا ټول د امریکايي ټولنې واقعیتونه دي او دې پېښو دا ټولنه پر یوې نا امنې، بد اخلاقې او بې ثباته ټولنې بدله کړې ده.
خو بلې خوا ته امریکايي سیاسیون بیا هڅه کوي چې د خلکو او نړۍ پام له امریکايي ټولنې بلې خوا ته واړوي. دوی پر نورو هېوادونو یرغل کوي، هلته پکې بشري جنایتونه کوي. ښځې، سپین ږیري، ماشومان او ان څاروي وژني، عامه تاسیسات یې نړوي او په ټوله کې د بشري حقونو د خوندیتوب تر نامه لاندې پکې بشري جنایتونه کوي. عراق او افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا د جنایتونو ښې بېلګې دي.
د دې ترڅنګ امریکا هڅه کوي چې باثباته ټولنې بې ثباته کړي، هلته د دولتونو او حکومتونو پر ضد خلک راپاڅوي، پیسې ورکوي او د بېلابېلو استخباراتي پروژو له لارې یې دا لړۍ روانه کړې ده او هڅه یې دا ده چې دا ټولنې نا امنې او بې ثباته وښيي.
امریکا پر افغانستان تر نظامي یرغل، هلته شل کلن اشغال او په پای کې تر شرمېدلې ماتې او د اسلامي نظام تر بېرته راتګ وروسته اوس بیا د دسیسو لړۍ روانه کړې ده، هڅه یې دا ده چې له یوې خوا افغاني ټولنه نا ارامه وښيي او له بلې خوا د تېرو ماتو او ناکامیو غچ واخلي. که همدا اوس زموږ ټولنه د امریکا له یوه تر ټولو امن ایالت سره هم پرتله کړو، زموږ ټولنه پرې هم باثباته ده او هم یې امنیت خوندي دی.
په امریکايي ټولنه کې روان وضعیت او هلته ډېرېدونکي تشدد ته په پام، دا ټولنه په شدت سره د سیاسي، مذهبي، نژادي او هر اړخیزې بې ثباتۍ خواته روانه ده او دا بې ثباتي او وېشلی – پاشلی وضعیت به دا هېواد او د دوی اوسنی راج د زوال پر لور بیايي.