لیکوال: شمس الله شهير

د امريکا په پخواني ۴۴تم ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال د يو وسلوال لخوا بريد وشو، داسې بريد چې پکې يوازې دی د غوږ له ساحې سرسري توګه ژوبل شو او روغتون ته ولېږل شو.

دا په نړۍ کې معمول ده، چې د ټاکنیزو کمپاینونو او يا هم د خپلو پلويانو په وړاندې د وينا پرمهال بريدونه ترسره کېږي، ډيری وخت دا بريدونه سيستماتيک او له وړاندې ترتيب شوي وي، چې د ولسي محبوبيت او نوماند د مطرح والي لپاره داسې کړنې ترسره کېږي.

ټرمپ د امريکا د تاريخ يو ترټولو بې باکه، ميلياردر، په سیاسي پاليسو نه پوهیدونکی، پر مخالفینو د ژبني تعرضونو ترسره کوونکی او د پراخ ولسي محبوبيت درلودونکی شخصيت ده؛ هغه په جنسي زور زياتي، له روسېې سره د اړیکو لرلو او په نړيواله کچه د امريکا د دريځ ته ضربه رسونکی او د محرمو اسنادو پر افشاوو تورن کس هم دی.

خو له دې ټولو تورونو سره نوموړی بيا هم وتوانېد، چې د امريکا يو تر ټولو ستر سياسي جمهوري غوښتونکو ترمنځ ګوندي ټاکنې وګټلې او د ولسمشرۍ لپاره بيا ځان د بايډن سیالۍ ته ودروي.

پر ټرمپ بريد په نړيواله کچه د رپوټونو سر ټکی شو، له دې سره يو ځل بيا د امريکا دننه د غير مسئولو ټوپک والو د قانون په اړه يې بحثونه راپورته کړل، کوم چې لسیزې لسیزې يې د امريکا په کانګرس کې د مخنيوي د قانون په سر جنجال او جر او بحثونه شتون او دوام لري.

نه تنها چې په ټرمپ بريد له ډيرې مودې وروسته هلته د يو بريد په معنا ده، بلکې په امريکا کې په ورځني ډول داسې بريدونه ترسره کېږي چې رسنيز پوښښ یې کم ده.

کله چې د سیمې او نړۍ حالت او امنيتي وضعيت له افغانستان سره مقایسه کوې، نو ادارک کېږي چې افغانستان د سېمې او نړۍ په کچه يو تر ټولو بهترين او بې مثاله امنيت درلودونکی حالت کې شتون لري.

هيواد (افغانستان) چې له اوږدې مودې جګړې راوتلی، او اوس هم د سیمې او نړۍ لخوا ورته په هره برخه کې د ستونزو جوړلو هڅې کېږي او د نړۍ پرمخ يواځنی خپلواک اسلامي نظام لري، د بې شمېره مخاليفينو لرلو سره سره یې لوېدلي مخالفين حتی يوه ګاز ډبه چې هم کابل او يا نورو ولايتونو کې چاودنه کوي، د امنیت د نه شتون خبرې او نغارې ډنګوي، دوی په دې ډول سره دا ادعاوې کوي چې افغانستان کې امنيت نشته او دې ډول څرګندونو سره هيواد ته له بهره د پانګوالو د راتګ مخنيوي او نړۍ ته د افغانستان حالت د نا امنه په توګه معرفي کوي.

خو له دې ټولو سره دا لويدلي او تښتيدلي مخالفين بيا د نړۍ په پرمختلليو او امنو هيوادنو کې د سترو بريدونو ترسره کېدلو سره هيڅ هم نه وايي او نه د بادارو هيوادنو د بې امنۍ په اړه ليکنې کوي، بلکې بده او د خجالت وړ يې لا ده چې دوی تسلیت هم ورکوي.

ځينې عقديي مخالفين بيا چې د سیمې په کوم هيواد کې بريد ترسره شي، د خپلې عقدې له امله ياد بريد کې د ترسره کوونکي يادونه د افغان کوي، ترڅو نړۍ ته وښيي چې افغانستان د ترروریزم پر خوندي پټنځای بدل شوی او له دې لارې غواړي افغانستان سره د سيميزو هيوادنو د اړيکو د پراخيدو مخه ونيسي.

نن چې په امريکا کې په دومره ستره کچه بريد ترسره کېږي، امريکا افغان غلامان ځکه چوپ دي، چې د دوی هغه ادعاوې دروغ ثابتېږي چې کله هم افغانستان کې وړه پيښه وشي د امینت خرابوالي نغارو ډنګول سره چې کوم دوی لري، ځکه دوی اوس درک کوي چې په امريکا کې هم چاؤدنې او بريدونه ترسره کيږي او دا هرڅه د نړۍ نورو هيوادونو کې هم ممکن دي.

خو دا چې دوی د وجدان خجالت او ملامتي سره مله دي، نو يوازې د افغانستان حالت يادونه کوي او په نورو هيوادونو کې هغه وخت د بريدنو په تړاو تبصرې کوي، چې کله هم دوی په دې وپوهېږي چې مونږ په دې شور سره د افغانستان شته اسلامي نظام په وړاندې يو څه ترلاسه او يا هم نړۍ ته بد او د تروريزم ملاتړی معرفي کولای شو، که دا موخه ترلاسه نه کړي نو دوی بيا چوپتيا غوره کوي او په خجالتي سره د وجدان له عذاب سره مله وي، ځکه پر بادار يې بريد شوی وي او دوی ورسره د خواخوږۍ او همدردۍ پرته نور څه نه شي کولای.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version