تېره مۍ میاشتې کې د ایران مخکینی ولسمشر ابراهیم رئیسي د الوتکې لوېدو پېښه کې مړ شو چې له امله یې نویو ټاکنو ته لاره برابره شوه.

دغو نویو ټاکنو کې شپږ کسانو برخه اخیستې وه چې له منځه یې هېڅ چا اکثریت رایې و نه ګټلې او ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

پرون جمعه دوه کسانو دویم پړاو ټاکنو کې برخه واخیسته، یو یې سعید جلیلي او بل یې مسعود پزشکیان و.پزشکیان ډیرې رایې وګټلې او بریالی اعلان شو؛ ۶۹ کلن پزشکیان د مسلک له مخې د زړه ډاکټر دی؛ دی د ایران په سیاست کې هم ښکېل پاتې شوی او له ۲۰۰۸ کال راهیسې د پارلمان غړی دی؛ دغه راز د روغتیا وزارت یې هم کړی دی.

پزشکیان ته په ایران کې د یو ریفورمست یا اصلاح غوښتونکي شخص په سترګه کتل کېږي چې د ایران ځینې کورنۍ پالیسۍ یې هم نقد کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی اصلاح غوښتونکی وزیر جواد ظریف هم د پزشکیان ملاتړی دی؛ کارپوهان فکر کوي چې پزشکیان به د ایران د اټومي پروګرام پر سر یو ځل بیا له لویدیځ سره خبرې پیل کړي.

په ۲۰۱۵ کې د پخواني ولسمشر حسن روحاني او لویدیځو هیوادونو تر منځ د ایران د اټومي پروګرام پر سر تړون لاسلیک شو چې له مخې یې، ایران به خپل اټومي پروګرام پریږدي او مقابل کې به یې په ایران د لویدیځ لګېدلي بندیزونه لرې کېږي، خو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تړونه ووت.

اوس ګومان کېږي چې د پزشکیان حکومت به بیرته هڅه وکړي چې له لویدیځ سره اړیکې ښې کړي او په ایران باندې د لویدیځ بندیزونه لرې کړي.

پریسا حفیظي رویټرز ته لیکلي چې ښایي نړۍوال قوتونه د پزشکیان بریالي کېدو ته خوشحاله وي.

که څه هم پزشکیان تر اوسه د افغانستان په تړاو ډیرې څرګندونې کړې نه دي، خو د افغان مهاجرینو په اړه یې خپل دریځ د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال اعلان کړی دی؛ هغه ویلي وو چې له افغانستانه ورتلونکو مهاجرینو پر مخ به پوله وتړي او په ایران کې میشت افغان مهاجرین منظم کړي.

اوسمهال په ایران کې پینځه میلیونه افغان مهاجرین اوسېږي چې د کار او اوسېدو له سختو شرایطو ډیر شکایت کوي.

پزشکیان دا هم ویلي وو چې د افغان مهاجرینو په اړه به له اروپا سره خبرې وکړي.

هغه افغانان چې په قاچاقي ډول اروپایي هیوادونو ته ځي، نو لومړی ایران او بیا له ایرانه مخکې ځي.

د ایران سیستم ته په کتو داسې نه ښکاري چې پزشکیان به په یوازې ځان او خپل فکر هر څه بدل کړي، ځکه د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د حکومت وروستۍ مرجع ده او د هغه له تایید پرته لوی بدلونونه راوستل به ممکن نه وي.

په ایران کې د ایت الله خامنه یي په موجودیت کې د پزشکیان واک ته رسېدل ښایي د ایران په کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ کې ډیر بدلون رامنځته نه کړي.

په ایران کې فکر نه کېږي چې داسې څوک دې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېږي چې د ایران د واکمن مذهبي قشر له پالیسیو سره دې مخالف وي؛ په دې اساس پزشکیان به هغه پالیسۍ پر مخ وړي د کومو تاییدي چې مذهبي مشران کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version