د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې خامنه‌اي لارښوونه ورته کړې، چې له واشنګټن سره تر فشار لاندې مذاکرات ونه کړي.

نوموړي د ایران پارلمان ته په وینا کې ویلي، موږ د دوښمن سره په پراخ جنګ کې یو، باید پر یو بل د تور پورې کولو پر ځای، د ستونزو حل لپاره اقدامات وکړو.

پزشکیان اعتراف کړی، چې پخوا یې له امریکا سره د خبرو اترو ملاتړ کاوه، خو اوس به د رهبر لارښوونو ته ژمن پاتې شي.

تر دې وړاندې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عراقچي هم ویلي وو، چې له واشنګټن سره به تر هغه مذاکرات ونه کړي، ترڅو یې چې تهدیدونه پای ته نه وي رسولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version