Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پنجشیر: په دغه ولایت کې څه باندې ۱۲ زره اړمنو کورنيو سره ۱۴۰ ميليونه افغانۍ مرسته شوې ده
    افغانستان

    پنجشیر: په دغه ولایت کې څه باندې ۱۲ زره اړمنو کورنيو سره ۱۴۰ ميليونه افغانۍ مرسته شوې ده

    صابر افغانصابر افغان20 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پنجشير ولایت د طبيعي پېښو سره د مبارزې او چمتوالي رياست مسولین وايي، چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د دې ولايت بېلابېلو سیمو کې د یو شمير امارتي ادارو او مؤسساتو په مالي ملاتړ له ۱۲۲۴۸ کورنيو سره ۱۴۰ میليونه افغانیو نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي، غیر خوراکي، ژمنیو توکو او د سون توکو مرستې شوي دي.

    د ياد ولایت د پېښو سره د مبارزې او چمتوالي رييس محب الله جاهد وايي، چې دغه مرستې د طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست، د سرې مياشتې ادارې، د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست، یونیسف مؤسسې، د مهاجرت نړۍوال سازمان IOM، مسلم هندز مؤسسې MHI، د ناروې کمیټه NAC، د ښځو د پیاوړتیا مرکز ECW، نهاد جوانان امروز سرمایه فردا، د بشري مرستو د صندق نړۍوال سازمان AHF، مؤسسه OCHR لخوا شوې او یادو کورنيو ته د اړتیا پر وخت وېشل شوې دي.

    ښاغلی جاهد وايي، چې دغه مرستې په هغو کورنیو وویشل شوي، چې د طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې وې او يا هم د واروې او ځمکې د ښویدنې له ګواښ سره مخامخ وې.

    نوموړی ډاډ ورکوي، چې د راتلونکې کال لپاره د طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره هم پوره چمتووالی لري.

    بل لور ته د پنجشیر ولایت مقام د رسنيو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې د دې ولایت والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم له اړونده امارتي ادارو او نړۍوالو موسساتو سره د همغږۍ په ناسته کې له دوی وغوښتل چې د پنجشېر ولايت غرني جوړښت ته په کتو اړتيا ده، چې طبیعي پېښو ته د ځواب ويلو لپاره په پوره همغږۍ پر خپل وخت لاس په کار شي.

    ښاغلي والي په هغو نړۍوالو تمويلونکو غږ وکړ، چې په راتلونکې کال کې پنجشېر ته تر دې هم زياته پاملرنه وکړي.

    د يادونې وړ ده، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ژمي د زيات سوړوالي سره بيا هم د امارتي ادارو له لورې ښه چمتووالی او پېښو ته پر خپل وخت ځواب ويلو له امله ځاني او مالي تاوانونه کم و، خو بيا هم په دې ولایت کې د درېیو تنو د مړينې تر څنګ تر سلو پورې د خلکو کورونه تخريب شوي او تر دوو سوو د خلکو څاروي له منځه تللي دي.

    مخکینۍ مقالهد ایټالیې سفیره: هېواد یې په افغانسان کې د روغتیا، اوبو او روغتیا ساتنې او دوه اړخیزو اړیکو کې همکارۍ ته چمتو ده
    راتلونکي مقاله ننګرهار کې د اورلګېدنې له امله درې دوکانونه سوځېدلي

    مربوطه لیکنې

    ملا نورالدین ترابي او کابل کې د جاپان سفیر د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    8 سپتمبر 2025

    اروزګان کې د ٧٩ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

    7 سپتمبر 2025

    د اوبو او انرژۍ وزیر کابل کې د ترکمنستان اوبو او برښنا وزیر سره کتلي

    7 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 سپتمبر 2025

    ملا نورالدین ترابي او کابل کې د جاپان سفیر د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    ‏له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لوی رئیس ملا نورالدین ترابي او…

    غزه کې د لوږې له امله د شهیدانو شمېر ۳۸۷ تنو ته لوړ شوی

    8 سپتمبر 2025

    د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې

    8 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملا نورالدین ترابي او کابل کې د جاپان سفیر د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    8 سپتمبر 2025

    غزه کې د لوږې له امله د شهیدانو شمېر ۳۸۷ تنو ته لوړ شوی

    8 سپتمبر 2025

    د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې

    8 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،020 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،961 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،991 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.