د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي چې، د پنجشېر ولايت په مرکز بازارک کې د ياد ولايت د والي، مرستيال والي، اطلاعاتو او کلتور رئيس او نورو ځايي مسؤلينو په شتون کې د لسګونه چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

د سرچينې په وينا، د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکيم د وزلوبې ترسره کول د خلکو ترمنځ د ملي يووالي او پيوستون د پياوړتيا لپاره يو مهم ګام وباله او ټينګار یې وکړ، چې دا ډول لوبې د کلتوري ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لوبوي.

پنجشېر کې د وزلوبې يادې دوه ورځنۍ سيالۍ د پنجشېر ولايت د سپورت امريت او وزلوبې فدراسيون له لوري په لاره اچول شوي، چې د پنجشېر او کابل ۶۰ چاپندازان به پکې برخه واخلي او دوه ورځې به دوام وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version