د کابل والي مولوي امین الله عبید، د لویې جرګې په تالار کې د اهل تشیع هېوادوالو په غونډه کې وویل، چې سرپرست حکومت د امنيت تر څنګ خلک له غلاوو، بدبختيو، چور، چپاول وژغورل او هېواد یې له بهرنيو پورونو خلاص کړ.

نوموړي د خبرو پر دوام، له اهل تشيع هېوادوالو غوښتي لکه څنګه چې یې د افغانستان په ابادۍ، ازادۍ او پرمختګ کې ونډه اخيستې، په اتحاد او اتفاق کې يې هم خپله ونډه واخلي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د اهل تشيع هېوادوالو عزت، امنيت او وقار خوندي دی او هره پرځای غوښتنه چې لري شپه او ورځ کولای شي د سرپرست حکومت په مشرانو غږ وکړي او هره مشروع غوښتنه به یې منل کېږي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version