د پنجشېر ولایت مقام رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي اته زره او ۶۲۸ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې په نږدې نیم میلیون امریکايي ډالرو پلورل شوي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغې داوطلبۍ کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ګډون کړی و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې پنجشېر ولایت کې د قیمتي ډبرو استخراج او پلور دغه ولایت کې کاري بوختیاوې ډېرې کړي او تازه د دغه ولایت د والي په هڅونې ۱۰۰ پنجشېري ځوانانو د د قیمتي ډبرو سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
