د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې د دوو نویو قیمتي ډبرو ګارنټ او تورمالین د استخراج چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري ویلي، چې د ګارنټ منرال استخراج په عنابې ولسوالۍ او تورمالین استخراج د حصه اول په ولسوالۍ او مرکز بازارک کې پيل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، اوسمهال په دغه ولایت کې د زمردو سربېره د درې ډوله نورو قیمتي ډبرو د استخراج چارې روانې دي, چې پکې بېروج، شین ګارنټ او تورمالین شامل دي.


