د ازموینو عمومي ادارې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې عمومي پایلې اعلان کړې. د اعلان شویو پایلو له مخې، د ښوونځیو د فارغانو په برخه کې د پروان ولايت اوسېدونکی راشد د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړی او د کابل د طبي علومو پوهنتون ته بریالی شوی.
راشد د افغانستان د کانکور ازموینې په تاريخ کې، لومړنی زده کوونکی دی چې ۳۶۰ پوره نمرې ترلاسه کوي او په دې برخه کې ريکارډ جوړوي.


