د پنجشېر امنیه قوماندانۍ وياند عابد الله فاروقي وايي امنیتي ځواکونو پنجشېر کې دموټرو د غلو د بانډ دوه غړي د یو عراده غلا شوي کرولا موټر سره يوځای نيولي دي.

د ښاغلي فاروقي په خبره يادو غلو څو ورځې وړاندې د شپې نا وخته د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ څخه یو عراده کرولا موټر غلا کړی وه چې د امنیتې ځواکونو تر پلټنو وروسته د یاد بانډ دوه تنه مهم غړي د غلا شوي موټر سره يوځای په بغلان کې ونیول شول.

همدارنګه فاروقي زياتوي چې د يادو غلو دوسیه او موټر به د تحقیقاتو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version