د پنجشېر ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (سه‌شنبه) د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې دوه زره او ۵۳۹ قیراطه زمرد په ۳۴۷ زره ۸۵۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې داوطلبۍ کې له کورنیو سوداګرو سربېره د چين هېواد پانګه‌والو هم ګډون کړی و.

ورته مهال د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم ډاډ ورکړی، چې په دغه ولایت کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره رامنځ ته شوی فرصت به د خلکو لويدلی اقتصاد بېرته ورغوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version