د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د غه ولایت د ۷ ولسوالیو او مرکز بازارک په ګډون د دولسمو ټولګیو له زرګونه فارغ شویو او برحاله زده‌کوونکو څخه د لومړي ځل لپاره د کانکور آزمایښتي ازموینه واخیستل شوه.

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده د دې ازموینې موخه د کانکور له عمومي ازموینې سره د زده‌کوونکو اشنایي او د لوړو زده کړو پیلولو ته د ځوانانو هڅونه بللې.

ښاغلي ملک زاده د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې، یاده ازموینه د پنجشېر ولایت د مرکز بازارک په ګډون په ۷ ولسوالیو کې هم‌مهاله پیل شوه، چې د دولسمو ټولګیو فارغېدونکو ۲۰۰۰ ځوانانو پکې ګډون وکړ.

بل خوا د پنجشېر ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دا اقدام ستایلی او دا چاره یې د زده‌کوونکو د ذهني وده لپاره مهمه بللې ده.

په یاده ازموینه کې ګډون کوونکیو زده‌کوونکو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دې اقدامه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د لومړي ځل لپاره په پنجشېر کې د دا ډول یوې برنامې د لیدلو شاهدان دي.

د ښوونځیو زده‌کوونکو په پنجشېر ولایت کې د ښوونځیو د تړل کېدو خبرونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا مهال په ټول پنجشېر کې د ښوونځیو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ خلاصې دي او د ښوونځیو د بندېدو خبرونه په بشپړه توګه دروغ دي.

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امر مولوي عبدالمطلب امیري ویلي چې د یادې ازموینې ممتازو زده کوونکو ته یو لړ ډالۍ او جوایز په نظر کې نیول شوي چې د ازموینې د پایلو د اعلان پر مهال به مستحقو زده‌کوونکو ته ورکړل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version