د پنجشېر ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاد ولایت کې د زمردو په قانوني داوطلبۍ کې ۷ زره او ۲۳۴ قیراطه زمرد په ۶ میلیونه او ۹۹۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه زمرد د کانونو د ساتنې کمېټې د پلاوي په حضور کې د قانوني داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
د سرچینې په وینا، اوس مهال له زرو ډېر ځوانان د پنجشېر، کابل او بهرنیو هېوادونو په بازارونو کې د زمردو په پېر او پلور بوخت دي. د زمردو د کانونو د استخراج او پلور د قانوني بهیر پراختیا د کارموندنې، د سیمهییزو بازارونو د ودې او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د جذب زمینه برابره کړې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې تر اوسه ۱۷ ډوله قیمتي منرالونه پېژندل شوي، چې څو ډوله یې، د زمردو په ګډون، په رسمي او قانوني توګه استخراجېږي.


