د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اقتصادي کمېسیون د ولایتونو د کټګوریو له مخې د صنعتي پارکونو د ځمکو بیې ټاکلي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د صنعت د پیاوړتیا په موخه یې پر هغو وارداتي توکو د تعرفو د تدریجي زیاتوالي ملاتړ کړی، چې په هېواد کې دننه تولیدېدای شي او د بازار اړتیاوې پوره کولی شي.
اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د صنعتي پارکونو د ځمکو د بیو ټاکلو په اړه د ځانګړې کمېټې راپور تایید شوی، چې له مخې یې د لومړۍ کټګورۍ ولایتونو لپاره د هر مترمربع ځمکې بیه ۱۵۰ افغانۍ، د دویمې کټګورۍ لپاره ۱۰۰ افغانۍ او د درېیمې کټګورۍ لپاره ۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
همدارنګه، غونډې ته د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۴ کال د وروستیو شپږو میاشتو راپور وړاندې او تایید شوی. د راپور له مخې، یادې کمېټې د هېواد د داخلي بازارونو د وضعیت تر ارزونې وروسته پر هغو وارداتي توکو په تدریجي ډول تعرفې لوړې کړي، چې په کور دننه تولیدېدای شي او د بازار اړتیاوې پوره کولی شي.
اقتصادي کمېسیون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صنعت د پیاوړتیا او ځانبسیاینې ته د نږدې کېدو په موخه د تعرفې کمېټې فعالیتونه ستایلي او پرېکړه یې کړې، چې د بازارونو د بیو د کنټرول کمېټه دې هم خپل مسوولیتونه په جدي ډول ترسره کړي او د بیو د وضعیت راپورونه دې د تعرفې کمېټې له لارې وخت پر وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د غونډې پرېکړې د وروستي تصمیم نیولو په موخه د مشرتابه دفتر ته استول شوي دي.


