Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»په غرب کې د مېشتو کسانو ناستې؛ سیاسي نندارې او ناندرۍ
    سیاسي لیکني

    په غرب کې د مېشتو کسانو ناستې؛ سیاسي نندارې او ناندرۍ

    عمران آغاعمران آغا12 سپتمبر 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د انسانانو طبیعت داسې دی چې کله له یوه شي سره عادت شي او له هغه څخه ګټه واخلي، بیا ډېره ورته سخته وي چې زړه ترې وشکوي، خپل هغه عادت پرېږدي او په یوه وار یې له ګټو لاس واخلي.

    د دغو ټولو عادتونو په منځ کې له واک سره عادت کېدل تر ټولو بد عادت دی؛ ځکه کله چې یو انسان له واک سره عادت شي، بیا ورته ډېره سخته وي چې له هغه څخه ځان جلا کړي او ونه غواړي چې یو ځل بیا د واک پر څوکۍ کېني.

    هغه کسان چې د خپل ژوند یوه اوږده برخه یې د افغانستان پر واکمنۍ تېره کړې وه او د دوی پر وړاندې هېڅ شي او هېڅ چا دا جرئت نه درلود، چې له خپل ځانه دفاع وکړي او یا د هغوی پر وړاندې ودرېږي، اوس چې له هغو فرصتونو، ملي شتمنیو او د بیت‌ المال له مالونو بې‌ برخې شوي، ژوند یې په بشپړه توګه ګډوډ شوی او نه پوهېږي چې څه وکړي.

    کله چې خپل تېر وخت ته ګوري او پر هغې تورې سابقې ویاړي، دې ته هېڅ پام نه کوي چې په هغه اوږده موده کې یې له خپل ولس سره څومره جفا کړې، د خپلو هېوادوالو څومره وینې یې د اشغالګرو د موخو او اهدافو لپاره قرباني کړې؛ برعکس خپل اوسنی حالت ویني چې له «مخالف» پرته بل نوم پرې نه دی اېښودل شوی، نو د تېر وخت په ارمان او افسوس اخته کېږي او بیا هماغه توره ماضي غواړي، آن تر اوسه یې هم عقل سر ته نه دی راغلی.

    د اوسني وضعیت د بېرته په لاس کې نیولو لپاره د نویو لارو چارو د رامنځته کولو په موخه د ناستو، کنفرانسونو او مشورتي غونډو جوړول، د هماغه تېرې تیارې او منفورې مفکورې او هماغه پخواني فکر پاتې شوني دي. دوی لا هم غواړي چې له یو او بل لوري سره په اړیکو او د بهرنیو اشغالګرو د ملاتړ او نظرونو په جلبولو سره یو ځل بیا واک ته ورسېږي او هغه ورانی چې په افغانستان کې یې رامنځ ته کړې و، بیا وغځوي او دوام ورکړي.

    خو دا ځل کیسه توپیر لري او وضعیت د پخوا په څېر نه دی چې یوازې د یوې ناستې په جوړولو یا د یوه کنفرانس په ترسره کولو سره یو ځل بیا حالات تر خپل واک لاندې راولي او هر څه د پخوا په څېر شي. له همدې امله د دوی ناستې، غونډې او کنفرانسونه هېڅکله کومې پایلې ته نه رسېږي. هر کله چې دا ډول کسان سره راټول شوي او هڅه یې کړې، چې یوې هوکړې او یووالي ته ورسېږي، لیدل شوي چې وضعیت یې تر پخوا هم خراب شوی او له هر لوري د دوی د شخړو او مخالفتونو غږونه پورته شوي دي.

    دا چې دغه کسان په تېر وخت کې توانېدلي وو، چې یو د بل تر څنګ جوړجاړي ته دوام ورکړي، لامل یې دا و چې هر یوه یې د بهرنیانو له خوا د خپلې کچې په اندازه مالي ملاتړ درلود؛ دومره چې بسنه یې ورته کوله او اړتیا یې نه لرله چې د نورو ګټو او شتمنیو ته لاس وغځوي.

    خو نن چې د ټولو لاسونه له هغو امکاناتو او شتمنیو څخه لنډ شوي، چې په تېر کې یې درلودل او ناوړه ګټه یې ترې اخیسته، اړ دي چې له یو بل سره په شخړو او سیالیو لاس پورې کړي، ترڅو لږ تر لږه دا معلومه شي چې څوک کولی شي په لوړه څوکۍ کېني، له ډېرو ګټو برخمن شي او په رسنیو کې د خلکو پر ژبه راشي.

    له همدې امله، په تېرو څو کلونو کې د دوی د تېښتې او په بهر کې د مېشت کېدو پر مهال د دوی د تورې سابقې په بربنډېدو سره، د ټولو لپاره دا خبره د ورځې په څېر روښانه شوه، چې دوی په تېر کې نه یوازې د افغانستان او افغان ولس لپاره هېڅ خدمت نه دی کړی او کومه د پام وړ لاسته راوړنه یې نه ده پرېښې، بلکې په ټوله دغه موده کې یې یوازې د ځان او خپلو کورنیو لپاره د مال او شتمنۍ په راټولولو فکر کړی او د هغې ورځې لپاره یې ځان چمتو کاوه چې د واک ماڼۍ یې ونړېږي.

    نن هماغه ورځ ده چې دوی ترې تښتېدل او آن په خوب کې یې هم د لیدلو تصور نه شوای کولی؛ خو حقیقت له دې پرته بل څه نه دی، چې نن یې ټول خلک په خپلو سترګو ویني او احساسوي. په دې منځ کې یوازې رسوایي او بدنامي ده چې د دوی لمن یې نیولې ده.

    له دې وروسته چې هر څومره هڅه وکړي او هر څومره تر بېلابېلو نومونو او عنوانونو لاندې د کنفرانسونو او د یووالي د غونډو پر مېزونو کېني، هېڅکله نه شي کولی چې کوم مثبت ګام پورته کړي او یا د خلکو پام ځان ته را واړوي. په ځانګړي ډول، د افغانستان شریف ولس د دوی له حقیقت څخه خبر شوی او هېڅکله به بیا په مثبت نظر ورته ونه ګوري او هغه باور چې دوی ترې ناوړه ګټه اخیستې وه، بیا به یې هېڅکله ورباندې ونه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد دفاع وزارت سرمفتش‌ د چين هېواد د شيانګشان‌ په ۱۳م نړيوال امنيتي فورم کې د ګډون په موخه بيجينګ ته روان شو
    راتلونکي مقاله افغان پلاوي په چین کې د نړیوالې امنیتي غونډې پر مهال د افغانستان امنیتي دریځونه مطرح کړل

    مربوطه لیکنې

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026

    تش په نوم آزادۍ جبهه کې زیاتېدونکي اختلافات او بې باوري

    1 اکتوبر 2026

    بلوچستان او چترال؛ پر نیابتي جبهاتو د پاکستان د اتکاء ناکام انجام

    26 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 2 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٧/١٠ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    2 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    2 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    2 اکتوبر 2026

    له بهرنيو جنګياليو سره د کندهار د والي د ناستې ادعا رد شوه

    2 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    2 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.