په چين کې د افغانستان لوی سفير او فوق العاده استازي مولوي بلال کريمي پاکستان کې حاکمه طبقه د سيمې او د دې هېواد د ثبات د ګډوډۍ اصلي لامل بللې او په خبره یې ترڅو دا «شريره» حلقه مهار نه کړل شي په سيمه‌ او پاکستان کې ثبات نه شي راتلای.

د ښاغلي کريمي‌ په وينا دغه حلقه د مصنوعي پروژې په څېر د سیمې د ثبات او امن پر وړاندې د یوې سرطاني غدې پهٔ توګه ثابته شوې ده.

هغه همدا راز پاکستان کې وروستيو نا امنیو او د تحريک لبیک ګوند د لاريونونو ځپلو ته په اشارې ويلي، «دوی خپل ولس یرغمل کړی او پاکستان یې د داعش، مخدره موادو او نورو خطرناکو لوبو ډګر ګرځولی دی.»

ياده دې وي، چې د پاکستان اوسنۍ حاکمه طبقه او په تېره بيا پوځ مشر عاصم منير په نړيواله کچه له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version