خبر:

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د حقونو د محدودیت له کبله د څو ملتونو له حقوقي اقدام سره مخ دی، چې ښايي د عدالت نړیوالې محکمې ته واستول شي؛ د سرچینې په خبره، اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ په نیویارک کې اعلان کړی، چې دا حقوقي بهیر به پیلوي چې ښايي په هاګ کې د عدالت په نړیوالې محکمې کې واورېدل شي.

د یاد اژانس په خبره، څه باندې ۲۰ هېوادونو په یوې اعلامیې کې د دغه حقوقي اقدام هرکلی کړی؛ د سرچینې په وینا، د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړې الزامي دي، خو د عملي کولو لپاره کومه لاره او میکانیزم نه لري؛ د یاد اژانس په خبره، اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې طالبانو وښوده چې د بشر حقونو او د ښځو او نجونو بنیادي‌ ازادیو سپکاوی کوي؛ هغې د طالبانو پر ضد دغه حقوقي اقدام چې جرمني یې مشري کوي، بیساری بللی دی.

تبصره:

په افغانستان کې د اسلامي شریعت تطبیق او د غربي ارزښتونو د ټغر ټولېدو لوېدیځوال دومره اندېښمن کړي، چې له ناچارې ورځې ان د اوبو پر سر ځک ته هم لاس اچوي؛ د امریکا په مشرۍ غربي نړۍ تېرې دوې لسیزې د مستقیم یرغل تر سیوري لاندې د افغانانو د دیني، فرهنګي او اخلاقي ارزښتونو د محوې کولو لپاره خپله سخته مبارزه پر مخ بوتله او په دې لاره کې یې میلیاردونه ډالر خاورې کړل، خو اوس چې ویني دا ارزښتونه ورځ تر بلې محوه کېږي او ځای یې د افغانانو اصلي عقیدې، فرهنګ او مفکورې پر بنسټ ولاړ ارزښتونه نیسي، دغه حالت غرب د جنون مرحلې ته رسولی دی.

دوی په افغانستان کې له نظامي ماتې وروسته، د نوي اسلامي حکومت د رامنځته کېدو او د افغانانو د منسجم کېدو پر وړاندې ډېر خنډونه رامخکې کړل، ترڅو افغانان یو ځل بیا د خپل نیرنګ او فرېب په دام کې راګیر کړي، خو دا ځل هرڅه د دوی د خوښې او تمې خلاف مخکې ولاړل، افغانان ژر سره منسجم شول او د خپلې عقیدې پر بنسټ یې یو پیاوړی او مرکزي نظام رامنځته کړ، دې حالت دوی دې ته اړه کړل چې خپل نیرګونه او چلونه لا پسې ډېر، باریک، خطرناک او پراخ کړي، خو پرله پسې ماتې یې سخت لالهانده کړي.

دوی په پیل کې پر افغانستان اقتصادي کړۍ راتنګه کړه، نور هېوادونه یې وګواښل چې له افغانستان او افغانانو سره راکړه ورکړه ونه کړي، د داعش په څېر فتنه ګرې پروژې یې ورته رامخکې کړې، غرونو ته څو تښتېدلو او رټلو ته یې پراخ رسنیز کمپاین وکړ، په غرب کې مېشت افغانان یې د اوسني نظام او په افغانستان کې مېشتو افغانانو پر ضد رالمسول، د حکومت جوړولو لپاره یې خپل فرمایشونه او شرطونه رامخکې کړل، په افغانستان کې یې د اوسني اسلامي نظام پر وړاندې د خلکو د راپارولو او د کورنۍ جګړې د پیل لپاره یې خپلې ډېرې هڅې وکړې، خو لکه څرنګه چې په نظامي ډګر کې مات او مخ تورن شول، په دې پاس نورو جګړو او له فرېبه ډکو دسیسو کې هم پرله پسې ناکام شول.

اوس یې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او نورو حقونو تر نامه لاندې پراخه رسنیزه جګړه پیل کړې؛ جالبه خو لا ده چې دوی داسې مهال د بشري حقونو د خوندیتوب او دفاع خبره کوي، چې همدې جرمني، همدې استرالیا او نورو یې له تېر یوه کال راهیسې په فلسطین کې د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او بې ګناه انسانانو قتل عام شروع کړی، د بشریت او انسانیت ضد خونخوار صهیونیسي رژیم یې تر ستوني په خطرناکو او عام وژونکو وسلو سمبال کړی، خو په افغانستان کې بیا د بشر حقونه نقض بولي.

همدې جنایکارانو اوس د لبنانیانو پر وړاندې د قتل عام دسیسې جوړې کړي، خو په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې خبره کوي! همدې د انسانیت ضد دولتونو او هېوادونو په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو پر مهال سلګونه زره بې ګناه انسانان، ښځې، ماشومان او بوډاګان په پوره بې رحمۍ سره قتل عام کړل، ودونه یې بمبار کړل، جنازې یې بمبار کړې او داسې جنایتونه یې وکړل چې بشریت یې له ویلو عاجز دی، خو نن په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت نیوکه کوي.

همدې جنایتکارو دولتونو او هېوادونو اوسنۍ نړۍ د انسان څه چې هر ژوندي موجود لپاره توره تبخۍ ګرځولې، خو نن په افغانستان کې د افغانانو د عقیدې او ارزښتونو سره سم قانون پر پلي کېدو د تمساح اوښکې بهوي؛ د دوی دا دسیسې او نیرنګونه اوس د لمر په څېر واضح دي، دوی زموږ، زموږ د هېوادوالو او زموږ د حقونو له غمه نه دي مړه، بلکې دوی دلته زموږ د الهي نظام او قوانینو پلي کېدو دې جنون ته رسولي.

دوی نه غواړي چې افغانان دې اسلام پلی کړي، دوی نه غواړي چې هغو ارزښتونو ته دې «نه» ووایو چې دوی تېرې دوې لسیزې له غربه را وارد کړل او دلته یې د ټانګ، طیارو او ډالرو پر زور پر خلکو تحمیلول؛ دوی د بشري حقونو ستر ناقضین دي، دوی د بشریت او انسانیت ضد دي، دوی جنایتکاران دي، دوی اصلاً د دې حق نه لري چې ان د بشر نوم پر خوله ذکر کړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version