Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت
    سیاسي لیکني

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    عمران آغاعمران آغا10 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هر هغه هېواد چې د پرمختګ، ودانۍ او سوکالۍ په لور ګامونه واخلي، په ځانګړي ډول که خپل اسلامي نظام د بدلون او ځواک سرچینه وبولي، نو ښکاره خبره ده چې د اسلام پخواني دښمنان نه غواړي داسې هیله‌ بښونکي او زړه راښکونکي حالتونه وویني او بې‌ پروا پاتې شي.

    همدا لامل دی چې هره خاوره چې د اسلامي افکارو او ارزښتونو له فضا څخه تغذیه کېږي او د شریعت د احکامو او لارښوونو له برکته یې د ژوند رګونه پیاوړي کېږي، د اسلام دښمنان ژر تر ژره د توطیو او دسیسو له لارې هغې خاورې ته مخه کوي او هڅه کوي چې هغه د ظاهري او معنوي ابادۍ له بهیره لرې وساتي.

    د دې هدف لپاره، دوی هڅه کوي که امکان وي د پوځي حضور او یرغل له لارې اسلامي خاوره اشغال کړي، هېواد ټوټې ټوټې کړي او خپلواکي او آزادي یې له منځه یوسي. که مستقیمې جګړې ته داخل نه شي، نو بیا د فریب او دوکې لاره غوره کوي او خپلې ناوړه موخې د مزدورانو، ځان‌ پلورونکو او ناپوهو داخلي کسانو په وسیله پر مخ وړي.

    په همدې لړ کې، هغوی د بېلابېلو امتیازاتو او هڅونو له لارې ځینې کسان خپل لوري ته راکاږي، وسلې ورکوي، تشویق کوي او قصداً یې د خپل ملت او اسلامي حکومت پر ضد پاڅون او مخالفت ته هڅوي.

    د دې لپاره چې په دې قضیه کې خپله نښه پرېنږدي، دوی مستقیم لاس نه وروړي، بلکې د پخوانیو واسطه‌ګرو او مزدورانو له لارې کار مخته وړي تر څو د هېواد دننه ناپوه کسان استعمال کړي او هېواد ګډوډ او ویجاړ کړي.

    هیڅ شک نشته چې افغانستان د اشغال، جګړو او ویجاړیو له هغو تورو کلونو وروسته چې له شلو کلونو ډېر یې دوام وکړ، بالاخره د ډېرو قربانیو او زیاتو هڅو په بدل کې خپله آزادي ترلاسه کړه. اوس دا هېواد د اسلامي نظام د عدالت تر سیوري لاندې او د آزادۍ په فضا کې دی.

    خو د اسلام دښمنان هېڅکله د دې عدالت او آزادۍ منلو ته تیار نه دي او طبیعي ده چې په هره ممکنه لاره به هڅه کوي د اسلامي نظام دا سیوری له منځه یوسي. له همدې امله، د ناپوهو او ساده خلکو په وسیله بې‌ ګټې او کمزورې هڅې کوي تر څو په دې مبارکه خاوره کې د امنیت فضا محدوده کړي.

    په افغانستان کې د نوي کال او پسرلي له را رسېدو سره، په تېرو څو کلونو کې هر ځل په رسنیو کې داسې کلیپونه او لنډې ویډیوګانې خپرېږي چې ګواکې د همدې ملت ځینې کسان، خو په پټو څېرو او په ملي ژبه، د اسلامي نظام پر ضد راپورته شوي او د مبارزې اعلان کوي. داسې ښکاري چې غواړي د اسلامي نظام ښېګڼې تر سیوري لاندې راولي او د خلکو افکار ګډوډ کړي.

    خو که حقیقت ته پام وشي، دا ټولې هغه دسیسې دي چې که پړاو په پړاو وڅېړل شي، نو یوې سرچینې ته رسېږي؛ یعنې د اسلام هماغه پخواني دښمنان او د هغوی ناوړه پلانونه چې هېڅکله نه غواړي په اسلامي خاورو او د مسلمانانو تر منځ د اسلام د ودې او غوړېدنې منظر وویني.

    هغه کسان چې په دغو رسنیو او ویډیوګانو کې د اسلامي نظام پر ضد د مبارزې اعلانونه کوي، په اصل کې دوکه شوي کسان دي چې د دروغجنو وعدو په بدل کې غولېدلي او خپل ژوند یې د دښمنانو لپاره خرڅ کړی دی او په پای کې به د شرميندګۍ او پښېمانۍ پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

    لکه څنګه چې مخکې هم وویل شول، د اسلام دښمنان هېڅکله له دغو کسانو سره مستقیمې اړیکې نه نیسي، بلکې د واسطه‌ګرو او نورو مزدورانو له لارې اړیکه ټینګوي او د اسلامي سیمې د امن فضا د خرابولو لپاره له منځګړو هېوادونو کار اخلي، تر څو خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي.

    له هیچا پټه نه ده چې افغانستان د داسې یوه هېواد ګاونډی دی چې په دې ټولو کلونو کې یې هېڅکله د ښه ګاونډیتوب احساس نه دی ورکړی، بلکې تل یې زموږ ګران هېواد ته ستونزې او اذیتونه جوړ کړي دي.

    شک نشته چې دغه هېواد به له هر فرصت او هرې موقع څخه استفاده وکړي، تر څو خپل زهرجن نېش د دې هېواد په سالم وجود کې خښ کړي او لکه مار خپل زهر پکې خپاره کړي.

    خو له دې ټولو سره سره، په دې پاکه خاوره کې د اسلامي نظام ځواک او هیبت ته زیان نه رسېږي، بلکې لا به روښانتيا، ځلا او ځواک زیات شي او د هرې ورځې په تېرېدو سره به دا نوی نظام لا پیاوړی او غښتلی کېږي او سیوری به یې لا پراخېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان پوځي رژيم پکتيکا ولايت کې هم درې ماشومان شهيدان کړي
    راتلونکي مقاله سپاه پاسداران په بحرين، کويټ او اردن کې امريکايي تاسيسات په نښه کړي

    مربوطه لیکنې

    بهر مېشتي او د ملي اجماع پلمه

    1 جولای 2026

    د پاکستان ضد پخوانۍ څېرې ولې اوس محتاطې یا د دې هېواد ملاتړې شوې دي؟

    30 جون 2026

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    26 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 جولای 2026

    د کورنیو چارو وزیر کابل کې د قطر له سفیر سره پر سیمه‌ییز وضعیت غږېدلی

    ‏د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د قطر له سفیر، ډاکټر…

    په کابل کې د ایران سفیر، علي‌رضا بیکدلي: هېواد یې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د اسلامي امارت د هر اقدام ملاتړ کوي

    1 جولای 2026

    پېښو سره د مبارزې ادارې او اومر ماین‌پاکۍ موسسې ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

    1 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کورنیو چارو وزیر کابل کې د قطر له سفیر سره پر سیمه‌ییز وضعیت غږېدلی

    1 جولای 2026

    په کابل کې د ایران سفیر، علي‌رضا بیکدلي: هېواد یې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د اسلامي امارت د هر اقدام ملاتړ کوي

    1 جولای 2026

    پېښو سره د مبارزې ادارې او اومر ماین‌پاکۍ موسسې ترمنځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه

    1 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،170 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،112 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،225 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.