د الجزيرې ټلويزيون لهخوا د افغانستان پر عامو وګړو د پاکستان د وروستي بمبارد په هکله د يوې خپرې شوې ويډیو ته د عربي نړۍ د خلکو لخوا زرګونه تبصرې شوي، چې ډېری خلکو پکې د پاکستاني پوځ دا عمل ظالمانه او مسلمان وژنه بللې ده.
په تبصرو کې ډېری عرب وګړو د پاکستان اوسنی حکومت په تېره پوځ د امريکا د لاس نانځکه او د يو اسلامي هېواد پر ضد د جګړې پر مخ بيوونکی بللی دی.
د الجزيرې دې ويډيو ته يوه عرب تبصرهکوونکي محمد ساراني ليکلي «ټرمپ څو ورځې وړاندې وويل، که افغانستان د باګرام هډه ورنهکړي، ناخوالې به رامنځته شي، دا دی هغه ناخوالې د پاکستان لهخوا پېښې شوې.»
یوه بل کس د صهيب عبدالهادي په نوم ليکلي «په شرمالشيخ کې د پاکستان صدراعظم غوښتل چې ټرمپ ته سجده وکړي، تر څو د افغانستان پر ضد مرسته ترې واخلي.»
همدا راز دوه نورو تبصرهکوونکو لکه ابو صهيب شريف او احمد سيد محمد، پاکستان «د امريکا ګوډاګی» او «د مسلمان ورور دښمن» په نوم ياد کړی.
يو شمېر نورو پوښتنه کړې چې «ولې د پاکستان الوتکې د اسرائيلو پر ضد نه پورته کېږي؛ خو د افغان مسلمانانو پر ضد بمونه اوروي؟»
پر دې سربېره په سلګونو نورو تبصرهکوونکو افغان ولس ته د نصرت دعاوې کړي او ټينګار کوي چې پاکستاني پوځ دا جګړه د امريکا په اشاره پيل کړې ده.
په ټوله کې، اسلامي نړۍ په ټولنيزو رسنيو کې پاکستان د امريکا د يو ذليل غلام په توګه معرفي کړی، او د هغه پر ضد د جهاد داعيه په بېساري ډول پياوړې شوې ده.