له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ چټکه شوې ده او هره ورځ پر افغان کډوالو نوي بندیزونه لگول کېږي.

د ایران ایرنا رسنۍ وايي، د دغه هېواد په ختیځ اذربایجان ولایت کې د افغان کډوالو په هر ډول فعالیت بندیز لگېدلی دی.

د ایرنا د راپور پر بنسټ، افغانان د ختیځ اذربایجان ولایت په گډون په څو نورو ولایتونو کې د استوگنې د جواز لرلو سربېره له اوسېدو منع شوي دي.

د اذربایجان ولایت د څارنوالۍ مرستیال احمد موقري پر افغان کډوالو تور پورې کړی، چې د دوی جرمونه له اندازې ډېر شوي دي.

په ایران کې مېشت افغانان ډېری د دغه هېواد په کارخونو کې بوخت دي او د ایران په صنعت کې یې پراخه مرسته کړې ده.د دې سربېره په ایران کې هغه افغان کډوال هم تښتول کېږي، چې په قانوني اسنادو ایران ته تللي وي او په هېواد کې یې له کورنیو زرگونه ډالر غوښتل کېږي.

تېره میاشت ایراني چارواکو ویلي وو، په ایران کې تر ټولو ډېره پانگونه افغان پانگه‌والو کړې ده، چې ارزښت یې ۳ مېلیارده ډالرو ته رسېږي.

په هېواد کې بې‌کاري، فقر، د ټولنیز عدالت نشتوالی او سلگونه نور هغه لاملونه دي، چې زرگونه افغان کډوال یې هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version